په ژوندی پڼه خپرونه
    د کیم جونګ نام په وژنه کې د لاس لرنې په شک یو بل سړی هم پېژندل شوی

    د کیم جونګ نام په وژنه کې د لاس لرنې په شک یو بل سړی هم پېژندل شوی

    © AFP 2017/ Toshifumi Kitamura
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    د کیم جونګ نام په وژنه کې د لاس لرنې په شک یو بل سړی هم پېژندل شوی. د څارنوالۍ په اند دغه سړي د وژنې په عملیاتو کې ځانګړی رول لوباوه. خبره د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت پر تبعه چان نام اون ده. دغه خبر په بنکاک کې د جاپان استخباراتو ورکړی.

    د مالیزیا پولیسو د کوالا-لومپور په هوایي ډګر کې د څارنې د ویډیوګانو منځپانګه ژوره او هراړخیزه څېړلې، او تر څېړنو وروسته دا پایله اخیستل شوې چې د کیم جونګ نام په وژلو کې د یوه بل سړي لاس هم شته.

    د پېښې پلټونکي اټکل کوي، چې چان نام اون د عملیاتو ټول بهیر څاره او په کیم جونګ نام پسې تر شا روان وو او د هغه حالت یې هره شېبه تر څارنې لاندې لاره. د کیم جونګ نام تر وژنې څو ساعته وروسته د کوالا-لومپور له هوایي ډګره والوت. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی