په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستاني رسنۍ: تړلې دروازې خلاصیږي

    پاکستاني رسنۍ: تړلې دروازې خلاصیږي

    © AP Photo/ Anjum Naveed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17410

    سپوتنیک - کابل: پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی چې په اسلام آباد کې د افغان او پاکستاني سوداګرو د ګډې خونې فیصلی سره د پاکستان تړلې دروازې خلاصیږي یاد رسنیو ته ځینو سرچینو ویلي چې د دغو هیوادونو ترمنځ تړلې دروازې تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو پورې خلاصیږي.

    رسنۍ د ګډې خونې د مشر، زبیر موتولی له خولې لیکي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د خونو ګډې جرګې دغه پریکړه کړې او ګومان کیږي چې سوداګري تر سبا پورې بیا له سره پيل شي.

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ چارې وروسته له هغه وځنډیدې چې په سند ایالت کې د یوه خونړي برید په پایله کې سلګونو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

    پاکستاني چارواکو له دې پيښې څو ساعته وروسته له افغانستان سره ټول وروونه وتړل او ادعا یې وکړه چې دا برید په افغانستان کې میشته ترهګرو له خوا ترسره شوی دی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    سعودي عربستان : موږ پاکستاني همجنس بازان نه دي وژلي
    پاکستاني پولیسو د تورخم لاره تړلی
    پاکستاني چارواکو افغان طالبانو ته د وسلو د رسولو نه انکار کړي دي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی