په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: په افغانستان کې د سولې سربیره له پولیسو هم ملاتړ کو

    پوتین: په افغانستان کې د سولې سربیره له پولیسو هم ملاتړ کوو

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8611

    سپوتنیک - کابل: د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو له بهیره پر ملاتړ سربیره، د افغانستان پولیسو ته هم روزنه ورکوي.

    بل لوري؛ د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د ملي پخلاینې رامنځته کېدا، د مسکو لومړیتوب وي.

    سولې له بهیره ملاتړ کوي او همداراز په دې هیواد کې ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون (جمعه د کب ۲۷مه) د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د سفیرانو د منلو په غونډه کې وویل، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې ټینګیدو له بهیره پر ملاتړ سربیره، د افغانستان پولیسو ته هم روزنه ورکوي.

    بل لوري؛ د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د ملي پخلاینې رامنځته کېدا، د مسکو لومړیتوب وي.

    لاوروف دا خبرې د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار، حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي دي.

    دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په اړه ځیني راپورونه خپاره شوي دي.

    روسیي چارواکو دا راپورونه ردوي او وايي چې یواځې د دفغانستان د سولې لپاره له ځینو طالب چارواکو سره اړیکې لري.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    پوتین: مسکو په سوریه کی د جګړه ایزو فعالیتونو په بندولو کی د ترکیې رول لوړ ارزوي
    پوتین نیتانیاهو ته کتاب ډالۍ کړ
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی