په ژوندی پڼه خپرونه
    نظر: له جنسي اړیکو سره د مل جشني غونډې برخه وال به په شرموونکي بڼه د امریکا له اردو وشړل شي

    نظر: له جنسي اړیکو سره د مل جشني غونډې برخه وال به په شرموونکي بڼه د امریکا له اردو وشړل شي

    © Fotolia/ Katalinks
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 32102

    «سپوتنیک» پخوا خبر ورکړ وو، چې په امریکا متحدو ایالتونو کې پر یوه ادمیرال او ۷ تنو افسرانو د فساد تور لګېدلی دی. دغه فساد به ډېر وخت د پوځیانو لپاره له فاحشه وو سره د جنسي اړیکو د جشني غونډو بڼه لرله. دغه خبر Washington Post ورځپاڼې د کالیفورنیا ایالت د سان-دیېګو د فدرالي محکمې د لاسوندونو پر بنسټ ورکړی دی.

    په دغه دوسیه کې کونتر-ادمیرال بریوس لاولېس، چې په پنتاګون کې د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پوځ په استخباراتو کې کار کوي، او همدارنګه یو څو جګړنان او د سمندري پلي پوځ یو متقاعد ډګروال ښکېل دي. څارنوالي په دې باور ده، چې دغو افسرانو له یوه سینګاپوري بیزنسوال لیوناردو ګلېن فرېنسیس څخه بډې اخیستلې. دغه بیزنسوال له پنتاګون سره کاري قرارداونه لرل او پخوا یې دا منلې، چې د امریکا متحدو ایالتونو له سمندري پوځ سره د بیزنس کولو له لارې یې په ټګۍ په لسګونو میلیونو ډالره خپل کړي دي. د محکمې د توکو له مخې، دغه بیزنسوال پوځیانو ته سوغاتونه ورکول، استراحت ځایونو ته د ورتګ او له فاحشو سره د جنسي اړیکو لګښتونه یې ورکول. د محکمې په تورپاڼه کې ویل کیږي، چې بیزنسوال یادو افسرانو ته د ۲۵ زرو ډالرو په ارزښت ساعتونه، قیمتي سیګارونه او کونیاکونه هم ډالۍ کول.

    څارنوالي وایي، چې فرېنسیس د امریکا متحدو ایالتونو د اووم سمندري پوځ د مخکښې بېړۍ Blue Ridge د افسرانو لپاره له جنسي اړیکو سره مل جشني غونډې جوړولې. د ساري په توګه د امریکا د سمندري پوځ پینځو تنو افسرانو په ۲۰۰۸ کال کې فیلیپین ته د خپل سفر پر مهال په هغو «ډېر ورځنیو جشني غونډو» کې ګډون کړی وو، چې په هغو کې یې د فاحشو له خدمتونو هم خوند اخیست او ۵۰ زرو ډالرو په لګښت یې په ډېر قېمتي میلمستون کې د قیمتي شرابو ټوله زېرمه وڅښله.

    څارنوالي داسې ګڼي، چې د امریکا د سمندري پوځ افسرانو د دغه ډول سوغاتونو په بدل کې فرېنسیس ته داسې محرم اطلاعات ورکول، چې د ده له کمپنۍ سره یې د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د کاري تړونونو په خپلولو کې مرسته کوله.

    په دغه دوسیه کې ټول ۲۷ تنه تورن ښکلېل دي او د هغو کسانو شمېر خو تر ۲۰۰ هم ډېر دی، چې په دغه کار کې د لاس لرنې شک پرې کیږي.

    د روسیې د ولسونو د دوستۍ پوهنتون د ستراتیژیکي څېړنو او اټکلونو د انستیوت د منځني ختیځ د څېړنو د څانګې د مشر، دمیتري ېګورچېنکوف په اند دا کومه نادره پېښه نه ده، چې امریکایي پوځیان د فساد په بېلابېلو نقشو کې ښکېل وي. دی د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «امریکایي پوځیان په ډېر پرله پسېتوب د فساد په شخړو کې «ځلیږي» او وګړي له دې خبریږي، چې هغه او یا دغه جګپوړي امریکایي پوځي مشران د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړلو په موخه د فساد په بېلابېلو نقشو کې بندیږي. دغه خبره هم د امریکا د سمندري پوځ د ادمیرالانو په تړاو ریښتونې ده او هم د پنتاګون د جنرالانو په تړاو. پر دې خو به بیخي غږیږو نه، چې په عراق او افغانستان کې د امریکا پوځیان څه کوي. هلته خو په فساد کې د امریکایي پوځیانو د ښکېلتیا کچ له چتې وتلی دی. خبره ان ته رسیدلې، چې د لسګونو او حتا د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت تېل پلوري. له بیزنس سره د امریکایي پوځیانو اړیکه ډېره کلکه ده. د پنتاګون ټیکه داران دغه رول لوبوي. پوځیان د دوی له لارې ډېرې زیاتې پیسې جیب ته کوي».

    دمیتري ېګورچېنکوف وایي چې امریکایي پوځیان  د محرمو اطلاعاتو د ورکولو له لارې هم پیسې ګټي. کارپوه په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «په ډېر احتمال دغه اطلاعات د بېلابېلو پوځي مرکزونو د وضعې د څرنګوالي په تړاو اطلاعات دي. په تېرو ټولو دوسیو کې د پېښو انځور تقریبا یو خېل دی. یو څو لسه وګړي د دوسیې اصلي برخه وال وي او پر ډېرو نورو په دغو پېښو کې د لاس لرنې شکونه کیږي. دا دامریکایانو د فساد کلاسیکه نقشه ده». دمیتري ېګورچېنکوف له «سپوتنیک» راډیو سره د خپلې تبصرې په پای کې وویل:

    «د دوسیې ټول برخه وال به محاکمه شي. محکمه به د پېښې ټول اړخونه څېړي، او پرېکړه به یې په دې پورې تړلي وي، چې کوم اطلاعات ورکړ شوي او دغه اطلاعات څومره محرم دي. خو په هر حال دغه پوځیان به په شرموونکې بڼه له اردو څخه وشړل شي. د بیزنسوال په تړاو باید وویل شوي، چې له ده سره پر لاسلیک شوو تړونونو به نوې کتنه وشي او دی به تر عدلي تعقیب لاندې ونېول شي، خو دلته مسأله په دې پورې تړلې ده، چې دی به د چا د قانون له مخې محاکمه کیږي، ایا امریکایان به د دې غوښتنه وکړي او که نه، چې دی دې له سینګاپوره ولېږل شي او امریکا متحدو ایالتونو ته دې وسپارل شي». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی