په ژوندی پڼه خپرونه
    «د کرېملن خاص اجنټ» د «کریمیا پسرلي» ناڅرګندې پاڼې رالوڅې کړې

    «د کرېملن خاص اجنټ» د «کریمیا پسرلي» ناڅرګندې پاڼې رالوڅې کړې

    © Sputnik/ Evgeny Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 48 0 0

    د کریمیا اوسیدونکي ارمن مارتویان د «کریمیا پسرلي» پر مهال له «سَموېل» نېولې تر«د کرېملن خاص اجنټ» پورې بېلابېل لقبونه خپل کړي وو. دغه لقبونه اوکراییني ژورنالستانو ورکول. دی په دغو نومونو له هیچا نه خپه کېده، د ده لپاره مهمه دا وه، چې کریمیا سوله ییز او ارام ژوند ولري.

    د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۱۶-مه کریمیا او سېواستوپول د هغې ولسي ټولپوښتنې د کېدا د ورځې دریمه کالیزه ولمانځله، چې د پایلو پربنسټ یې دوی د ۲۰۱۴ کال د مارچ پر ۱۸-مه د روسیې له خاورې سره بیا یوځای شول.د ټولې کریمیا ولسي ټولپوښتنې ته د تیاري نېولو پېښو د ۲۰۱۴ کال د فبروري له پای څخه وروسته ډېر ګړندی پرمختګ پیل کړ. د روسیې پوځیانو د ولسي ټولپوښتنې سوله ییز سرته رسول تأمین کړل. دغو پوځیانو ته د دوی د ښه چلند له امله خلکو د «ښو سړیو» خطاب کاوه. د همغه وخت پېښې په تاریخ کې د «کریمیا پسرلی» په نوم ثبت شوې.

    مارتویان په دې باور دی، چې که چېرې روسیه نه وای، نو د کریمیا د اوسیدونکو لپاره به تاریخ پر بله سناریو تللی وای. جشني رخصتۍ به نه وای، او ټاپوزمه به د نن بریالي «کریمیا پسرلي» پر ځای په درې کلنه «کریمیا جګړه» کې ښکېل وای.

    په هغه جشني مارش کې، چې «کریمیا خپله راتلونکې غوره کړه» تر شعار لاندې راوتلی وو، د ښار په زرګونو اوسیدونکو ګډون کړی وو.

    د سیمفېروپول هوایي ډګر

    ارمن په هغو لومړنیو کسانو کې وو، چې د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې د کریمیا ټاپوزمې د ساتونکو د غورځنګ په لیکو کې ودرېدل. مارتویان د خپلې مسلکي پوهې او مهارت او د حق پر کار د باور لرلو په برکت لومړني ډېره مهمه جنګي دنده تر لاسه کړه. دنده دا وه، چې د «سیمفېروپول» هوایي ډګر باید کلابند شي. ځکه چې د استخباراتي اطلاعاتو له مخې د اوکرایین د ځانګړو دندو د پوځیانو کنډک او د «ښی اړخ» په نامه د اوکرایین د سختدریځه افراطي غورځنګ، چې فعالیت یې په روسیه کې بند دی، وسله وال ګروپونه باید یاد ډګر ته راغلي وای. دوی ته د دې دنده سپارل شوې وه، چې په کریمیا کې «راپورته شوي» سیاستوال غلي کړي.

    مارتویان د همغو ورځو د پېښو د یادولو په ترڅ کې وایي: «موږ ته د دې دنده سپارل شوې وه، چې په هره بیه کیږي، د هوایي ډګر د الوت کرښه په بوشکو، په لرګینو او وسپنیزو پرېړو تختو او ټایرونو بنده کړو او د اوکرایین یوه پوځي الوتکه هم پرېنږدو، چې د کریمیا په خاوره کې راښکته شي. دغه الوتکې په هوا کې وې.عملیاتو ته تقریبا ۱۴۰ کسیز ګروپ ولېږل شو. د هر چا په لاس کې یو څه وو، د چا په لاس کې ډالونه وو او د چا په لاس کې د بېلچو لاستي وو. له ځینو ملګرو سره حتا ښکاري ټوپکونه هم وو».

    د مارتویان ډلې وکړای شول چې د هوایي ډګر د الوت کرښې ته ځان ورسوي. د دغو عملیاتو همغږي د کریمیا د ملیشو د قوماندان میخاییل شېرېمېت پر غاړه وه. دغه عملیات د شپې په تیاره کې کېدل، که د روسیې د پوځیانو پر وخت ملاتړ نه وای، د وینو د بهیدو شونتیا ډېره وه.

    مارتویان د خپلې کېسې په دوام زیاتوي: «د جنګي موټرونو د غورا غږ واورېدل شو. له دغو موټرو څخه د داسې پوځیانو راښکته کېدل پیل شول، چې د پېژندنې نښانونه یې نه لرل او په جنګي مهماتو سمبال وو. موږ پوه شوو، چې دا د روسیې د ځانګړو دندو پوځیان دي او چکچکې مو ستړې مشې ورکړه. داسې کسان هم وو، چې له ډېرې خوشالۍ یې ژړل».

    تر هغه وروسته، چې هوایي ډګر په بشپړ ډول ونېول شو، سموېل ته د هوایي ډګر د الوتکو د الوتنو د څارنې د څانګې د نېولو دنده وسپارل شوه. ده او ډلې یې باید د ټولو الوتکو کېناستل او پورته کېدل څارلي او کنټرول کړي وای.

    معقول خطر منل

    سموېل په دې ویاړي، چې د «کریمیا پسرلي» په پېښو کې د ده ونډه هم شته. په دې هم ویاړي، چې په هغه پرېکنده شېبه کې ونه ډار شو، چې د میلیونو وګړو د مرګ ژوند مسأله په مخه کې وه.

    مارتویان په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وایي: «زما نېکه په ۸۹-مه تامانسکایه فرقه کې په کریمیا کې جنګېدلی او دوه ځله په کېرچ ښار کې ټپي شوی وو. زه له دغې پېښې خبر وم، زه هم د خپل نېکه پر لاره لاړم. که دی اوس ژوندی وای، نو زما په شان لمسي ته به، چې نوي فاشستان یې پر خپلو چټلو پښو د کریمیا د پاکې ځمکې غږلو ته پرېنښودل، ډېر خوشاله وای».

    د مارتویان له خولې په اوکرایین کې اوکراییني اولیګارشیانو د ده د سر په بدل کې ۲۰۰ زره یورو جایزه اعلان کړې وه. خو سموېل په دې باور دی، چې کریمیا او د کریمیا ولس ته ژمنوالی ډېر لوی ارزښت دی. که چېرې د دې چانس وای، چې تېرې پېښې بیا تکرارېدای، نو ده به خپله وهلې لاره ټوله له پیله تر پایه ، بې له هر ډول زړه نازړه توب بیا وهلې وای، ځکه چې دغه ډول پېښې او کارونه نه هېرېدونکي دي او تل ژوندي وي.  

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی