په ژوندی پڼه خپرونه
    پیسکوف: له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل – د کریمیا د اوسیدونکو لپاره ژغورنه وه

    پیسکوف: له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل د کریمیا د اوسیدونکو لپاره ژغورنه وه

    Photo host agency
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3010

    د روسیې د فدراسیون د جمهور رییس مطبوعاتي سکرتر، دمیتري پیسکوف له روسیې سره د کریمیا یوځای کیدل – د کریمیا د اوسیدونکو لپاره ژغورنه بللې ده. هغه زیاته کړه چی هیواد په بشپړه توګه د بندیزونو له عهدې، پر اقتصاد د هغو د منفي اغیزو سره سره، وتلی شي.

    پیسکوف له RBC سره په مرکه کی وویل چی دا هغه ستونزې او هغه بیه ده چی ټولو باید ورکړې وای. هغه څه چی له کریمیا سره پیښ شول — دا برۍ دی. دا تاریخي اوښتون، د بشپړ ولس ژغورنه او له خپل هیواد سره د ولس یوځای کیدل دي. دمیتري پیسکوف وویل:« او د دې په خاطر موږ بیه ورکوو».
    د جمهور رییس مطبوعاتي سکرتر، د بیې په هکله د خبرو په ترځ کی، تدقیق کړه چی هغه د روسیې د فدراسیون لپاره «په بشپړه توګه په وس کی ده». هغه همداشان وویل چی د روسیې د اقتصاد لپاره له بندیزونو مثبته اثر هم شته. په دې هکله د «ریانووستي» آژانس خبر ورکړی. خبره د وارداتو د تعویض پر سر مطرح ده چی په کرنه او د کار د مولودیت د پرمختګ له نظره پیل کیږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی