په ژوندی پڼه خپرونه
    یونکیر ویلي چی اروپا باید له امریکا سره تجارتي جګړې ته تیاره وي

    یونکیر ویلي چی اروپا باید له امریکا سره تجارتي جګړې ته تیاره وي

    © AP Photo/ Markus Schreiber
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3711

    د اروپايي کمیسیون رییس ژان-کلود یونکیر واشنګټن ته د بروکسل پرخلاف د «تجارتي جګړې» په هکله خبرداری ورکړ او همدارنګه یې د اروپايي اتحادیې او د امریکا د متحدو ایالتونو په اړیکو کی زیاتیدونکي «بیګانه کیدو» ته پاملرنه راوګرزوله. په دې هکله د جرمني د Bild am Sonntag ورځپاڼې لیکلي دي.

    د سیاستوال په نظر، د امریکا د بهرنۍ اقتصادي ستراتیژۍ تغییر کولۍ شي دوه اړخیزو اړیکو ته زیان ورسوي. یونکیر له ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل:«آیا امریکا له اروپا سره د تجارتي جګړې وس لري او که نه؟ دا اقدام د امریکا او زموږ له ګټو سره ضدیت لري».
    نوموړي په عین حال کی څرګنده کړه چی اروپايي اتحادیه باید د ځاني ملاتړ دریځ ته د واشنګټن د ممکنو اوښتلو لپاره تیارۍ ونیسي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی