په ژوندی پڼه خپرونه
    د National Interest مجلې معلومات ورکړي چی امریکايي الوتکې وړونکې بیړۍ له کومې روسي وسلې ویریږي

    د National Interest مجلې معلومات ورکړي چی امریکايي الوتکې وړونکې بیړۍ له کومې روسي وسلې ویریږي

    © REUTERS/ Cho Jung-ho/Yonhap
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16420

    د بالقوه شخړې په شرایطو کی په سمندر کی له الوتکې وړونکې بیړۍ کار اخیستل د امریکا د سمندري ځواکونو لپاره په جدي تلفاتو تمامیدلۍ شي. روسیه او چین له ډیرې پخوا مودې راهیسې داسې وسلې لري چی د دښمن له ډیرو درنو بیړیو سره مبارزه کولۍ شي. په دې هکله د National Interest مجلې مبصر او پوځي کارپوه روبیرت فارلیې لیکلي دي.

    د نوموړي په نظر، روسیه او چین کولۍ شي د امریکايي الوتکې وړونکې بیړیو پرخلاف کلاسیکې تورپیدو استعمال کړي چی د اوبو پرمخ موخو لپاره په پام کی نیول شوې دي. د امریکايي ډیرو درنو بیړیو لپاره خاص خطر ډیر دقیق وزرلرونکي توغندي رامنځ ته کولۍ شي چی روسیه او چین یې په واک کی لري.
    په مقاله کی ویل شوي، د الوتکې وړونکې بیړیو لپاره ډیر جدي ګواښ د بیړیو ضد معاصر بالیستیکي توغندي شمیرل کیږي، ځکه چی د هوايي مدافعې ګرزنده سیستمونه چی د امریکا د سمندري ځواکونو زیات شمیر «درنې بیړۍ» په هغو سنبال شوې، د هغو موخو د له منځه وړلو چی د الوتنې بالیستیکي تګ لوری لري، کافي توان نه لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی