په ژوندی پڼه خپرونه
    په نړۍ کې ترټولو چاغې ښځې د خپل وزن ۱۴۰ کیلوګرامه کم کړل

    په نړۍ کې ترټولو چاغې ښځې د خپل وزن ۱۴۰ کیلوګرامه کم کړل

    © Fotolia/ Olly
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16210

    مصرۍ ښځې ایمان احمد عبدالاتي، چې په نړۍ کې ترټولو چاغه ښځه ګڼل کېده، په هند کې د درملنې تر پینځو اونیو وروسته ۱۴۰ کیلوګرامه وزن کم کړ. دغه خبر PTI اژانس د هغه روغتون د استازیو له خولې ورکړی، چې ایمان هلته تر درملنې لاندې ده.

    د دغې مصرۍ ښځې د غمګینوونکې کېسې خبر Al Arabiya  ټلویزیون د پروسږ کال په اکتوبر کې ورکړ.

    پخوا خبر ورکړ شوی وو، چې ایمان د مارچ پر ۷-مه داسې طبي عملیات وکړل، چې د معدې کچه یې د لومړني حالت پرتله ۱۵ سلنه کموي. ډاکترانو د وازدو زیاته برخه هم ترې لرې کړه او د خواړو د خوړلو اشتها یې ورکمه کړه.

    PTI اژانس د هند په مومبۍ کې د Saifee Hospital روغتون، چې ناروغه پکې تر درملنې لاندې ده، دغه اعلامیه راوړې ده: «د ایمان اوسنی وزن ۳۵۸ کیلوګرامه دی».

    دغه مصرۍ ښځه اوسمهال د ځانګړي پرهیز په اډانه کې ژوند کوي: په هرو دوو ساعتو کې د نلکۍ له لارې داسې پروتیني مایع خواړه ورکوي، چې د مالګې اندازه یې ډېره لږه ده او د سویا له شیدو سره ګډ شوي. ایمان هره ورځ تقریبا ۱،۸ زره کالوري لګوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی