په ژوندی پڼه خپرونه
    یو امریکایی دیپلومات د پوزې د ماتوالي او د سترګې د شینوالي په تړاو له نوي ژیلانډ څخه وشړل شو

    یو امریکایی دیپلومات د پوزې د ماتوالي او د سترګې د شینوالي په تړاو له نوي ژیلانډ څخه وشړل شو

    © Fotolia/ Anke van Wyk
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5021

    د نوي زیلانډ چارواکو یو امریکایي ديپلومات، چې په یوه ناروښانه «جنایتکارانه پېښه» کې یې پوزه ماته شوې او سترګه شنه شوې وه، له نوي زیلانډ څخه وشاړه. دغه خبر The Guardian ورځپاڼې ورکړی.

    د مارچ د ۱۲- مې پر ګهیځ وختي د وېلینتون ښار څنډو ته، چې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت هم هملته دی، پولیس ور وغوښتل شول. په دې تړاو چې څه پېښه شوې، خبر نه دی ورکړ شوی، خو رسنیو ته دومره څرګنده شوې، چې کومه «جنایتکارانه پېښه» شوې او په هغه کې یو امریکایی دیپلومات، چې په اټکل سره د سفارت تخنیکي اتشې کولین وایټ دی، لاس لري.

    دا چې د بهرنیو سفارتونو کارکوونکي دیپلوماتیکي مصؤنیت لري، نو ځکه د پېښې په ځای کې هیڅو ونه نېول شول. خو خبره پر ډېره جدي پېښه وه، نو د نوي زیلانډ د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له سفارت څخه وغوښتل، چې وایټ له دیپلوماتیکي مصؤنیت څخه بې برخې کړي، خو سفارت ونه منله. وروسته د نوي زیلانډ د بهرنیو چارو وزارت دېته اړ شو، چې له دیپلومات څخه د نوي زیلانډ له خاورې د وتلو غوښتنه وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی