په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیې د تور سمندرګي سمندري پوځ ته به د کال ترپای پورې درې اوبتلي بېړۍ، چې په «کالیبر» وزرلرونکو توغندیو سمبال دي ورکړای شي

    د روسیې د تور سمندرګي سمندري پوځ ته به د کال ترپای پورې درې اوبتلي بېړۍ، چې په «کالیبر» وزرلرونکو توغندیو سمبال دي ورکړای شي

    © Sputnik/ Vitaliy Ankov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3230

    د روسیې د تورسمندرګي سمندري پوځ ته به د کال تر پای پورې د «وارشاویانکه» د پروژې درې اوبتلي بېړۍ چې په «کالیبر» نومې وزر لرونکو توغندیو به سمبال وي، ورکړای شي.

    په خبر کې ویل کیږي، چې دغه اوبتلي بېړۍ به د روسیې له بالتیک سمندري پوځ څخه، د تور سمندرګي سمندري پوځ ته ورکړای شي.

    دغه خبر د روسیې د تور سمندرګي د سمندري پوځ اطلاعاتي څانګې ورکړی دی.

    پخوا فدرالي خبري اژانس خبر ورکړی وو، چې د «کاراکورت» ۲۲۸۰۰ پروژې درې وړې توغندیزې بېړۍ به په فیودوسییا کې د بېړۍ جوړولو په فابریکه «مورې» کې په ۲۰۱۸-۲۰۲۰ کالونو کې جوړې شي. څرګنده شوې، چې دغه بېړۍ به د «کالیبر» په توغندیو او په اتوماتیکي توپونو سمبال وي.    

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی