په ژوندی پڼه خپرونه
    د سي آی اې هغه څارنوال چې صدام حسین یې پوښتلی وایي: هغه څه چې موږ ترې خبر وو، هغه ټول درواغ وو

    هندي صدام حسین د کار سره د ستونزو له کبله خپل نوم بدلوي

    © AFP 2017/ INA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 161 0 0

    د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین همنومی هندي صدام حسين د دوو کالو راهيسي ځانته کار پيدا کولای نه سي. نو له دې کبله ئي محاکمې ته شکايت وکړ چې خپل نو م بدل کړي. دامطلب سپوتنیک د «هندوستان تایمز» ورځپاڼې له قوله ورکړی دي.

    حسين وائي « خلک ډاريږي ما کارته وګماري».د هغه په وینا « هغه بې ګناه دي او دنورو خلګو د جرمونو قرباني دي».دغه هندي انجنیر « صدام حسین» وائي چې ۴۰ دندې ئي له لاسه ورکړي او هر ځل د رد ځواب ورکړ شوی دي. حسین وائي هغه تر ډيري مودې پورې د خپلي ناکامۍ په لاعامل نه پوهیده « خو وروسته مې
    د شرکتونود پرسونل ادارې سره خبري وکړي آو یو شمیر ادارو راته وويل چې ستونزه زما په نوم کې ده».دامطلب نوموړې څرګند کړ. لکه چې ورځپاڼه ليکی د غه هندي خپل نوم په ساجد (Sajid) بدل کړ او ټول داړتیا وړ اسناد ئي (پاسپورت، دموټر چلولو جواز، درایه ورکولو کارت) ترلاسه کړل. ځو پوهنتون دده په دیپلوم کې د نوم د بدلولو څخه ډډه وکړه. ترڅو چې دده د 10 او 12 ټولګيو د بشپړیدو په سند (بری ليک)کې بدلون نه وی راغلی. وروسته حسین د ثانوي زده کړو مرکزي ادارې څخه ِغوښتنه وکړه چې په سندونو کې دده نوم بدل کړئ.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی