په ژوندی پڼه خپرونه
    ترکي اپوزیسیون: له پناه وړونکو د سیاسي تجارت د وسیلې په توګه ګټه اخیستل د منلو وړ نه دي

    ترکي اپوزیسیون: له پناه وړونکو د سیاسي تجارت د وسیلې په توګه ګټه اخیستل د منلو وړ نه دي

    © AP Photo/ Geert Vanden Wijngaert
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 610

    د ترکیې په پارلمان کی د دوو اپوزیسیون ګوندونو – ملي – جمهوریت غوښتونکي ګوند او کوردپلوه د ولسونو دموکراسي ګوند – استازو د ترکیې د اروپايي اتحادیې د چارو د وزیر عمر چیلیک پر وروستۍ اعلامیه چی د ترکیې او یو لړ اروپايي هیوادونو ترمنځ د اړیکو د سختیدو په ترځ کی یې د اروپايي اتحادیې سره د مهاجرینو په هکله موافقې د نوي غورکولو غوښتنه کړې، انتقاد وکړ.

    د ترکي وزیر په خبره، « انقرې د موافقې خپله برخه اجرا کړې، خو اروپايي اتحادیې پر خپل قول وفا نه ده کړې». په دې ډول، د چیلیک په خبره، «روښانه ده چی بروکسل د ترکیې د اتباعو لپاره د ویزې د رژیم د ساده کولو په هکله د عیني او صادقانه دریځ د غوره کولو نیت نه لري». چیلیک په همدې اړوند څرګنده کړه چی انقره نور له اروپايي اتحادیې سره د مهاجرت د موافقې د مراعاتولو لپاره علتونه نه ویني او « پر هغې د نوي غورکولو وخت رارسیدلۍ دی».
    له اروپايي اتحادیې سره د اړیکو د پراختیا په هکله د ترکیې د پارلمان د کمیسیون مرستیال، د ملي — جمهوریت غوښتونکي ګوند استازي اوزکان یالیم او د ولسونو دموکراسي ګوند د فرکسیون مرستیال فیلیز کریستیجي اوغلو د Sputnik رادیو سره په مرکه کی د چیلیک پر اعلامیه انتقاد وکړ او څرګنده یې کړه چی د مهاجرت مساله د دولتونو ترمنځ د سیاسي تجارت جز نه شي ګرزیدلۍ.
    اوزکان یالیم څرګنده کړه چی په ۲۰۰۸ کال کی، کله چی اردوغان د صدارت په مقام کی کار کاوه، د تصویب شوي قانون سره سم په بهر کی تر ټاکنو دمخه تبلیغاتو بندیز لګول شوی وو، خو، سره له دې، له ترکیې نه بهر په اساسي قانون کی د سمونونو په هکله ټول پوښتنې په ملاتړ تبلیغات تر سره کیږي.
    اوزکان یالیم وویل:«زه عقیده لرم چی جمهور رییس، صدراعظم او د کابینې غړي، د دې پر ځای، ترڅو له تیري کوونکو څرګندونو کار واخلي او د اروپايي هیوادونو په پته ګواښونه وکړي، باید له محتاطانه او دوستانه خبرو کار واخلي. موږ فکر کوو چی واکمن باید متوازن بهرنۍ سیاست عملي کړي چی د تجارتي اړیکو پراختیا او په اقتصاد کی له بحراني پیښو د ترکیې هرڅه ژر خلاصیدو ته متوجه وي. موږ له سیاسي فشار کار اخیستل چی د پناه وړونکو له ستونزي سره په پت ګواښ تړلۍ وي، د منلو وړ نه ګڼو. د پناه وړونکو له بحرانه د سیاسي ګټو په غرض ګټه اخیستل له اخلاقې او بشردوستانه اصولو سره ضدیت لري».
    د یالیم په نظر، په دې هکله د حکومت اعلامیه چی د پناه وړنکو په هکله موافقه له سره غور کیدای شي، یوازې تشې خبرې پاتیږي.
    نوموړي په پای کی وویل:«زه باور لرم چی دا به بیا هم د شفاهي اعلامیې په سطحه پاته شي. په اوسني وخت کی د ټول پوښتنې په درشل کی د ترکیې چارواکي په هیواد کی داسې عملیات تر سره کوي چی موخه یې د عامه اذهانو تیارول دی. کله چی څو کاله دمخه عراق د ترکیې د انرژۍ د وزیر الوتکې ته د کیناستلو اجازه ورنه کړه، د ترکیې د چارواکو له خوا دا ډول له شوره ډک غبرګون ونه ښودل شو، خو هغه وخت د اساسي قانون د سمونونو په هکله ټول پوښتنه په اجندا کی نه وه موجوده. اوس خو تر سراسري ټول پوښتنې یوازې یوه میاشت پاته ده او د نظرپوښتنو سره سم، د هغو رایه ورکوونکو شمیر چی د سمونونو پر خلاف د رایه ورکولو نیت لري، ډیر زیات دی. له همدې کبله چارواکي د دې لپاره ټولې هلې ځلې تر سره کوي، ترڅو د ناسیونالیستي غورځنګ د ګوندونو د رایه ورکوونکو ممکن اعظمي شمیر خپل لور ته جلب کړي. خو زه یوځل بیا څرګندوم چی په سیاسي موخو د مهاجرت له بحران نه ګټه اخیستل، ترټول دمخه له اخلاقي نظره، د منلو وړ نه دی».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی