په ژوندی پڼه خپرونه
    نظر: ښايي، کریمیا له روسیې سره د لویدیځ د شخړې وروستۍ موضوع وګرزي

    نظر: ښايي، کریمیا له روسیې سره د لویدیځ د شخړې وروستۍ موضوع وګرزي

    © Sputnik/ Max Vetrov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1510

    د « Sputnik. نظر» د پروژې په چوکاټ کی د نوبتي نظرپوښتنې د معلوماتو سره سم چی د Sputnik آژانس او رادیو په فرمایش د TNS Global ډیرې سترې تحقیقاتي کمپنۍ له خوا په کریمیا کی د ټول پوښتنې د دریمې کلیزې په درشل کی تر سره شوې، زیات اروپایان او امریکایان کریمیا د روسیې د خاورې یوه برخه ګڼي.

    د جرمنیانو تر یوې دریمې زیاته برخه (۳۶٪) او د ایتالویانو (۳۴٪) کریمیا د روسیې برخه ګڼي. د انګلستان یوه څلورمه برخه (۲۶٪) او د امریکایانو (۲۳٪) او د پوښتل شوو فرانسویانو پنځمه برخه هم همدارنګه فکر کوي.
    د هغو پوښتل شوو شمیر چی په روسیه د کریمیا په تعلق باور لري، په بشپړه توګه د هغو کسانو له شمیر سره برابر دی چی متضاد نظر لري او یوازې په فرانسه کی د هغو کسانو شمیر زیات دی چی ټاپووزمه د روسیې خاوره ګڼي.
    تر ټولو زیات ځوان جرمنیان کریمیا د روسیې خاوره بولي، په فرانسه کی برخلاف، د پاخه عمر د نسل اوسیدونکي په دې نظر دي — داسې نظر تقریباً یوې دریمې برخې اوسیدونکو چی تر ۵۵ کاله زیات عمر لري، څرګند کړی.
    په عین حال کی تر نیمايی زیات امریکایان او تقریباً نیمايی فرانسویان او انګریزان د کریمیا د تعلق د ټاکلو په هکله له مشکل سره مخامخ شوي دي.
    نظرپوښتنه د فبروري له ۱۶ تر ۲۲ نیټې تر سره شوې ده. په هغې کی له فرانسې، جرمني، ایتالیې، انګلستان او امریکا ۵۱۳۸ کسانو برخه اخیستې ده. اوسیدونکي د جنس، عمر او جغرافیا په اساس تصنیف شوي. د اشتباه اعظمی حد د هر هیواد لپاره په کلي توګه +/- ۳،۱٪ په سلو کی د ۹۵ اعتماد د احتمال په صورت کی تشکیلوي.
    د سیاست پوه، د معاصرې ایدیولوژۍ د انکشاف د ملی انستیتوت د مرستیال ایګور شتروف په نظر، د لویدیزو هیوادونو د عادي وګړو لپاره د کریمیا تعلق — د بحث وړ موضوع نه ده.
    ایګور شتروف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:«ښايي، په دې توګه د اوسیدونکو د سواد سطحه او له مهمې سیاسي اجندا سره د هغوی علاقمندي — دا چی هغوی تر کومه حده ډیر مطبوعات لولي، د تلویزیون له پردو یا انتیرنیت نه، معلومات ترلاسه کوي، معلومولۍ شو. خو، په کلي توګه، دا د هغوی لپاره، اصلاً، کومه کورنۍ مساله ده چی په ختیزه اروپا کی په کوم ځای کی موجوده ده».
    په عین حال کی، سیاستپوه دا خبره له امکان نه لیرې نه ګڼي چی کریمیا به ډیر موده په سیاسي اجندا کی پاته شي.
    ایګور شتروف په پای کی وویل:«هرڅه به په دې تړلي وي چی په نړۍ کی به اوضاع هغه وخت، کله چی بندیزونه تضعیف شي، په کلي توګه څه ډول وي. که د لویدیځ او روسیې مقابله دوام وکړي، نو، د پلمې په توګه، د کریمیا مساله په اجندا کی شاملیدلۍ شي. زه پخپله فکر کوم چی کریمیا په ټاکلې موده کی، په بشپړ امکان، حتی په اوږده موده کی، د سیاسي بحثونو موضوع او د روسیې هغه برخه پاتې کیدلۍ شي چی د ټولو له خوا به په رسمیت نه وي پیژندل شوې، خو ګمان نه کیږي چی هغه به د کومو واقعي بندیزونو لپاره بنسټ وګرزي. او. ممکن، کریمیا به وروستۍ موضوع وي چی لویدیځ به د هغو په هکله له روسیې سره شخړې ته دوام ورکړي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی