په ژوندی پڼه خپرونه
    داوباما دوروستیو فرمانونو پر ضد تر ۱۴۵ زرو ډیرو خلکو غوښتنلیکونه لاسلیک کړي دي

    داوباما دوروستیو فرمانونو پر ضد تر ۱۴۵ زرو ډیرو خلکو غوښتنلیکونه لاسلیک کړي دي

    © AFP 2017/ Mandel Ngan
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 83 0 0

    په لسګونو زرو تنو خلکو دامریکا دقانون او عدالت دمرکز لخوا د بارک اوباما دوروستیو فرمانونو پر ضد خبرپاڼه خپره شوې، دکومې له مخې چې دامریکا داوسنۍ ادارې په کار او فعالیت کې تر سیوري لاندې جوړ شوی حکومت لاسوهنه کولای شي، لاسلیک کړې ده.

    په دغه سند کې د بارک اوباما د جنوري دمیاشتي عمل د«بې سارې بیروکراتیکه کودتاه» په نوم یاد شوی دی. د بارک اوباما مخالفین د هغه له پلویانو غواړي چې د«ورانکاریو لاس واخلي».

    برسېره پر دې، دوی غوښتنه کوي، چې د پخواني ولسمشر هغه فرمان له منځه يوسي، چې د ملي امنیت اداره باید تر لاسه شوي معلومات د ټولو نورو ۱۶ اړونده استخباراتي ادارو سره شریک کړي.

    د سیاسي معلوماتو د مرکز لوی ریس الکسی موخین وايي، چې کېدای شي،په رښتیا هم پخواني ولسمشر په واشنګټن کې د نوې ادارې سره دسیاسي مقابلې په پالیسۍ کې ښکیل وي.

    دچارو یاد کارپوه وویل؛"زه نه غواړم، دا د بیروکراتیک انقلاب په نوم یاد کړم- تر ډیره بریده دا یوه کورنۍ بیروکراتیکه جګړه ده، او سره له دې چې دا د امریکا ملي ګټو ته زیان رسوي خو موخه یې ټرمپ او د هغه اداره ده".

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی