په ژوندی پڼه خپرونه
    دمشق د ستیفان دې ماستورا د منلو ډډه وکړه

    دمشق د ستیفان دې ماستورا د منلو ډډه وکړه

    © AFP 2017/ Fabrice Coffrini
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 86 0 0

    دسوریې مشرتابه دسوریې په چارو کې دملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ستیفان دې ماستورا د منلو ډډه وکړه. نوموړي په پام کې درلوده، چې په ژینیوا کې د سوریې په هکله د خبرو د نوي پړاو د پېلېدو مخکې سوریې ته په سفر ولاړ شي.

    د«سپوتنیک» خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې دې ماستورا د سوریې له چارواکو غوښتنه کړې وه، مخکې له دې چې په راتلونکې اونۍ کې په ژینیوا کې پلان شوې خبرې اترې پیل شي، سوریې ته په سفر ولاړشي. دمشق ددې ماستورا دغه غوښتنه د لامل د څرګندولو پرته منلې نه ده.

    دیوې باوري سرچینې دخبر له مخې ویل کېږي، چې دې ماستورا «هم د نن لپاره او هم په راتلونکې کې» ددمشق د خوښې وړ شخصیت نه دی. خو له دې سره سره د سوریې په هکله خبرې اترې به د مارچ په ۲۳ مه نېټه پیل شي. ویل کېږي، چې دغه خبرې اترې به یوه اونۍ، دمارچ د میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی