په ژوندی پڼه خپرونه
    د ترامپ د اعتبار د رالویدو په هکله د کارپوه نظر: امریکایان په سرونو کی دوه خیالونه لری

    د ترامپ د اعتبار د رالویدو په هکله د کارپوه نظر: امریکایان په سرونو کی دوه خیالونه لری

    © REUTERS/ Mike Segar
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1711

    د امریکا د جمهور رییس دونالد ترامپ د اعتبار سطحه د هغه د جمهوري ریاست په وخت کی تر ډیر ټیټ ټکي رالویدلې ده. په دې هکله دGallup کمپنۍ په ورځینۍ نظرپوښتنه کی خبر ورکړی شوی.

    د هغو څیړنو د معلوماتو سره سم چی د مارچ په ۱۸ نیټه تر سره شوې، د ترامپ له فعالیت نه په سلو کی ۳۷ پوښتل شوي ملاتړ کوي، په داسې حال کی چی په سلو ۵۸ امریکایان د ده مخالف دي. د نظرپوښتنې په لومړی ورځ چی د جنوري په ۲۲ نیټه تر سره شوې وه، د هغو کسانو شمیر چی د جمهور رییس فعالیت یې تاییداوه — په سلو کی ۴۵ وو.
    دونالد ترامپ د انتخاباتي مبارزو په وخت کی هم د ملاتړ ټیټه سطحه درلوده، ولی دا کار له هیلاري کلینتن نه د ده د بري د ګټلو خنډ نه شو. که څه هم کلینتن د رایه ورکوونکو د رایو اکثریت ګټلۍ وو، په ځانګړو ایالتونو کی د رایو ورکولو دوه پوړیزه سیستم هغې ته د جمهوری ریاست د مقام د ترلاسه کولو امکان ورنه کړ.
    د جمهوري ریاست په لومړیو میاشتو کی به د ترامپ لپاره د ټيت اعتبار تمایل وساتل شي.
    د Gallup کمپنۍ په ورځینۍ نظرپوښتنه کی د یونیم زر په شاوخوا کی بالغ امریکایان برخه اخلي او احصاییوي اشتباه مثبت منفي دری فیصده تشکیلوي.
    امریکا پیژندونکۍ دمیتري میخییف عقیده لري چی د دونالد ترامپ د اعتبار لویدل، تر ټولو لومړی، له هغه تبلیغاتو سره تړاو لري چی لویدیزې رسنۍ یې د جمهور رییس پرخلاف تر سره کوي.
    دمیتري میخییف د «سپوتنیک» له رادیو سره په مرکه کی وویل:« تر ټولو عمده خبره دا ده چی د امریکا د اوسیدونکو سیستماتیک استعمالول دوام لري. د مثال په توګه، ترامپ د بودجې مسوده وړاندې کوي — ښايي، هغه دومره افراطي او نه دومره وحشتناک وي، خو مطبوعات هغه په خپل زړه تعبیروي. وایي چی په نژدې راتلونکو ۱۰ — ۲۰ کلونو کی به په میلیونونو وګړي له صحي بیمې محروم شي. هلته به څوک جزیات معلوم کړي؟ د عادي وګړو چی په تولو باریکیو نه پوهیږي، «پر مغزونو ګوزار» کوي».
    د نوموړي په نظر، هڅه کیږي امریکایانو ته ټاکلي افکار تلقین کړي.
    امریکا پیژندونکي په پای کی وویل:«ترامپ له ډیرې پیچلې وضعې سره مخامخ دی. د هغه پرخلاف سراسري جګړه روانه ده. د مثال په توګه، یوه بانفوذه مجله حتی د «ترامپ د دستګاه»، د دولتي ارګانونو د سبوتاژ بلنه ورکوي. د خلکو استعمالول جریان لري او ورته وایي چی جمهور رییس روښانفکره نه دی او دا یوه مفکوره ده چی اوسیدونکو ته یې تلقینوي. دوهمه مفکوره دا ده چی د اعتمادسلبول حتمي کار دی. او د دې ټولو نظرپوښتنو او دې ټولو تعبیرونه هدف دا دی، ترڅو خلک اعتراضونو ته تیار کړي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی