په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د سي ځین پین سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه؛ چې د «یوه چین» د پالیسۍ درناوی وکړي

    د امریکا په کانګرس کې د ترمپ او مسکو ترمنځ د «پټ سازښت» په اړه کره شواهد ونه موندل شول

    © REUTERS/ Jonathan Ernst
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2420

    له مسکو سره د امریکا متحد ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټاکنو د مرکزي کمپاین د «جوړ جاړي » کره شواهد په لاس کې نشته. دامطلب د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د استخباراتو د کمیټي مشر دوین نونس د مارچ په ۱۹ د «فاکس نیوز» سره په مرکه کې څرګند کړ.

    .« زه به تاسو ته يو ډير ساده ځواب درکړم: نه! زما د معلوماتو له مخې تر نن سهاره پورې د چل ول هیڅ شواهد نشته». نوموړې دغه خواب د هغي پوښتني په ځواب کې ورکړ چې ايا د 2016 کال د ولسمشرۍ د کمپاين پر مهال د ټرمپ د ټیم سره د روسیې سره د اړیکو په باب شواهد موجود دي. دوین نونس زياته کړه. هغه کمیټه چې دی ئې مشرۍ کوي دغه موضوغ څیړلې ده « ایا روسانو هڅه کړې ده چې د ترمپ سره مرسته وکړئ او يا هم په دې اړه دده سلاکاران ښکیل دي». دوین نونس د مارچ پر اوومه د تحقیقاتو او پلتنو په اړه چې دلومړۍ ځل دپاره د مارچ پر ۲۰ خپاره شول خبرورکړ هغوکسانو ته چې ګټور معلومات په واک کې لری دهمکارۍ بلنه ورکړي وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی