په ژوندی پڼه خپرونه
    یو تورکی سیاستپوه وایي: له اروپایي هېوادونو سره د تورکیې په اړیکو کې بحران د المان د خپل اغېز د کلکولو له هڅو سره تړاو لري

    یو تورکی سیاستپوه وایي: له اروپایي هېوادونو سره د تورکیې په اړیکو کې بحران د المان د خپل اغېز د کلکولو له هڅو سره تړاو لري

    © AP Photo/ Yasin Bulbul
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    یوه تورکي سیاستپوه له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې د هغه کړکېچ پر لاملونو رڼا واچوله، چې له المان، هانډ، اتریش او ډنمارک سره د تورکیې په اړیکو کې راغلی. دی د دغه کړکېچ پر پایلو هم وغږېد.

    د کارپوه ښاغلي دوستېر په اند، المان چې په اروپا کې د خپلو دریځونو د کلکولو په هڅه کې دی، غواړي چې د تورکیې پر سیاست هم زیات اغېز ولري. اروپایي اتحاد هڅه کوي، چې تورکیه د خبرواترو له بهیره ډډه کولو ته اړ کړي او دغه خبره په خپله د تورکیې له خولې روباسي. سیاستپوه دوستېر په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «له اروپایي هېوادونو سره د تورکیې په اړیکو کې اوسنی بحران یو څو لاملونه لري. یو لامل یې دا دی چې المان، په تېره بیا له اروپایي اتحاد څخه د بریتانیا تر وتون وروسته، په داسې ځواک د بدلېدو هڅه کوي، چې په اروپایي اتحاد کې کیلییز رول ولوبوي. نه یوازې له اقتصادي اړخه، بلکې له سیاسي-پوځي اړخه هم خپل اغېز پراخ او پیاوړی کړي. موږ د همدغو هلوځلو په اډانه کې وینو، چې المان د ایران، عراق، سوریې، لیبیا، یمن، افغانستان او حتا د اوکرایین او کریمیا په مسألو کې هم د امریکا متحدو ایالتونو په وړاندې ځان په ټاکلې مخامختیا کې دروي. المان د هغو غوښتنو په وړاندې په «هو» ویلو کې بېړه نه کوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو له پلوه راځي. المان غواړي له تورکیې سره په اړیکو کې هم دا وښیي، چې له امریکا متحدو ایالتونو او حتا، کېدای شي له روسیې سره هم  سیالۍ ته چمتو دی».

    سیاستپوه دوستېر د خپلې تبصرې په ترڅ کې دا هم په ټینګار وویل چې د ټاکنو په درشل کې د المان له پلوه د تورکیې ضد سیاست غوره کول، په داخلي سیاست کې زیاتې ګټې راوړلای شي. کارپوه زیاتوي، چې المان له دغه اړخه پر خپلو سیاسي متحدینو — اتریش او هالنډ ډېر ستر اغېز لري.

    سیاستپوه دوستېر په خپله تبصره کې دېته هم ګوته ونېوله، چې یادو دریو هېوادونو په یوه وخت کې له تورکیې سره په اړیکو کې یو خېل کړنو ته لاس واچاوه. باریش دوستېر زیاته کړه:

    «د پېښو دغه ډول بهیر له سړي سره دا احساس راپیدا کوي، چې دغو دریو هېوادونو مخکې له مخکې په خپل منځ کې پر دې موافقه سره کړې، چې په راپیدا شوو حالاتو کې باید څه ډول کړنې وکړي او رولونه یې په خپل منځ کې سره ویشلي دي. بیخي په ډاګه ده، چې دوی هغه اغېز هم په پام کې نېولی، چې د دوی کړنې یې په تورکیه کې د ولسي ټولپوښتنې په درشل کې، د تورکیې پر داخلي سیاسي حالاتو کولای شي. هو، دغه اټکل، چې المان، اتریش او هالنډ دغه کړنې د دې لپاره کوي، چې د تورکیې وګړي په ولسي ټولپوښتنه کې د هېواد په اساسي قانون کې د راوستل کېدونکو سمونو او بدلونونو ملاتړ وکړي او په دې ډول په هېواد کې د ناسیونالیزم څپې راپورته کړي، تر ډېره حده د «د سیسو تیورۍ» ته ورته دی. خو پر دې هم پوهېدل په کار دي، چې که چېرې په اروپا کې د ټاکنو په درشل کې د تورکیې ضد او اسلام ضد ویناوې او کړنې خپل اغېز لري، نو په تورکیه کې هم اروپا ضد او په تېره بیا د اروپایي اتحاد ضد احساسات هم بې اغېزه نه دي. یاد درې هېوادونه پر دې ښه پوهیږي، چې په تورکیه کې ناسیونالیستي فکرونه او د وګړو محافظه کاره برخه څومره پیاوړې ده. نو ځکه د دې تصورول سخت دي، چې المان، هالنډ او اتنریش به د تورکیې د رسمي چارواکو په وړاندې د خپلو کړنو ممکنې پایلې مخکې له مخکې نه وي محاسبه کړي او نه وي لېدلي».

    تورکی سیاستپوه باریش دوستېر د خپلې تبصرې په پای کې زیاتوي:

    دې ټولو ته په کتو، زما په فکر په تورکیه کې ولسي ټولپوښتنې ته د تیاري نېولو او په اروپا د ټاکنو د کېدا په پړاو کې له اروپایي هېوادونو سره د تورکیې په اړیکو کې اوسنی بحران د ښیلارو افراطي دریځه ځواکونو د اغېز د زیاتېدا په فضا کې په یادو هېوادونو کې پر عمومي داخلي سیاست اغېز لرلای شي او د تورکیې د هغو وګړو د شمېر له زیاتېدو سره به هم مرسته وکړي، چې په ولسي ټولپوښتنه کې د تورکیې په اساسي قانون کې له راوستل کېدونکو بدلونونو باید ملاتړ وکړي. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی