په ژوندی پڼه خپرونه
    له «دویم شمالي بهیره» د اروپایي کمیسیون ملاتړ به لوري له ګنګسوالي وباسي

    له «دویم شمالي بهیره» د اروپایي کمیسیون ملاتړ به لوري له ګنګسوالي وباسي

    © Sputnik/ Grigoriy Sisoev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24 0 0

    د اروپایي کمیسیون رییس ژان-کلود یونکېر پرېکړه وکړه، چې د «دویم شمالي بهیر» د ګازنللیکې د غزولو له پروژې څخه ملاتړ وکړي. دغه خبر اروپایي کمیسیون ته نېږدې سایټ EurActiv ورکړی دی.

    یاد سایټ لیکي: «د اروپایي اتحاد چارواکي دا خبره کوي، چې د اروپایي کمیسیون رییس ژان-کلود یونکېر پرېکړه کړې، چې له «ویم شمالي بهیر» سره وړاندې لاړ شي او د دې احتمال ډېر دی، چې په نېږدې میاشتو کې د دغې پروژې د عملي کېدا اجازه ورکړي».

    د دغه سایټ د اطلاعاتو له مخې اړونده پرېکړه، کېدای شي، په سیپټمبر کې په المان کې تر ټاکنو وروسته اعلان شي. د یادولو وړ ده، چې المان د دغې پروژې کلک ملاتړی دی.

    د «دویم شمالي بهیر» پروژه د روسیې له غاړو څخه د بالتیک سمندرګي له لارې تر المان پورې د ګازنللیکې د دوو مزو غزول په پام کې لري. د ګاز نللیکې دغه دواړه مزي به، په کال کې د ۵۵ میلیارده مکعب متره ګاز د لېږدولو وس ولري. د روسیې د «ګازپروم» کمپنۍ د چارو د اداري پلاوي مرستیال مشر الکساندر مېدوېدېف پخوا ویلي وو، چې د «دویم شمالي بهیر» د پروژې د ودانولو لګښت به ۸ میلیارده یورو شي. خو، که د پورونو د بانکي ګټې لګښت هم پرې ورواچول شي، نو د دغې پروژې د ودانولو ټول لګښت به ان ۹،۹ میلیاردو یورو ته ورسیږي. د یادولو وړ ده، چې د «دویم شمالي بهیر» د ګازنللیکې د پروژې د نقشو جوړولو، ودانولو او په راتلونکې کې د هغې د چلولو لپاره ځانګړې کمپنۍ Nord Stream 2 AG  جوړه شوې ده.

    د «دویم شمالي بهیر» د پروژې د کار پیل کېدل په ۲۰۱۹ کال کې پلان شوي دي. د دغې پروژې د ودانولو د کارونو د پیلولو لپاره د المان، فنلنډ او ډنمارک د اجازې تر لاسه کول هم اړین دي. د دغې پروژې د جوړېدا اساسي مخالفین پولنډ او اوکرایین دي.

    د ملي انرژیتیک امنیت بنسټ د لوی رییس مرستیال الکسې ګریواچ داسې ګڼي، چې د دغې پروژې په کارونو کې وړاندېتګ راپیدا شوی. دی د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «ټاکلی پرمختګ راغلی دی. د اروپایي کمیسیون له پلوه د «دویم شمالي بهیر» پر جوړولو بندیز او یا د دغې پروژې د بندولو په لاره کې د خنډونو راپیدا کول، لومړی، سیاسي رنګ لري. او دویم دا چې له حقوقي اړخه بې بنسټه کارونه دي. نو ځکه اروپایي کمیسیون دېته اړ شو، چې د دې لپاره باید یو څه وکړي، چې د ناقانونیو د سرچینې تور له ځانه لرې کړي. او اوس د دې لپاره ډېر ښه وخت دی، چې له راپیدا شوي حالته ځان وباسي».

    د الکسې ګریواچ په اند اوس به د روسیې او اروپایي اتحاد ترمنځ انرژیتیکي اړیکي پر مثبت لوري جوړیږي. کارپوه د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «وروستۍ پېښې ښیي، چې د بندیزونو او د اړیکو د سړښت سیاست، هم انرژیتیکي امنیت ته زیان رساوه او هم یې د اروپایي اتحاد او روسیې د نورمال ګډ سوله ییز ژوند په مخه کې خنډونه اچول. دلته دا باید له پامه ونه غورځول شي چې اروپایي اتحاد او روسیه د یوبل ډېر نېږدې سوداګریز انډیوالان دي او دوی، په خپل منځ کې له همکارۍ کولو پرته، بله لاره نه لري».

    د کارپوه الکسې ګریواچ له خولې له «دویم شمالي بهیر» څخه د اروپایي کمیسیون ملاتړ له اوږدې شوې مخامختیا څخه د لوریو د وتون لاره ښکاري. دی پر خپل همدغه باور د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

    «دا ټول کارونه له هغې اوږدې شوې سیاسي مخامختیا څخه د وتون داسې لارې ته ورته دي، چې لوریو ته په ډېر لږ تاوان تمامیږي. ځکه چې د اروپایي اتحاد ډېری نېوکو پوخ بنسټ نه لاره. د اروپایي کمیسیون د مشر دا پرېکړه، داسې پر انډول ولاړه پرېکړه ده، چې لوریو ته، له بې ځایه حقوقي سرګردانیو پرته، له ګنګسوالي د وتلو شونتیا ورکوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی