په ژوندی پڼه خپرونه
    د چین د ولسي جمهوریت د دولتي شورا صدر لي کیڅیان

    له اروپايي اتحادیې سره د چین همکاري د «دوه ګونې چټکتیا اروپا» ته چټکي بښي

    © Sputnik/ Yevgeniy Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2410

    چین د واحدې او همغاړه شوې اروپا غوښتونکی دی. دا ټکی د چین د ولسي جمهوریت د دولتي شورا صدر لي کیڅیان د مارچ په ۱۵ نیټه په پیکن د چین د قانون جوړولو او مشورتي ارګان د غونډې په پای کی د مطبوعاتي کنفرانس په ترځ کی څرګند کړ.

    پیکن اروپايي اتحادیې ته اروپاپلوه سیګنال د «دوه ګونې چټکتیا اروپا» د جوړولو د نووښت د زیاتیدونکي نفوذ په ترځ کی استولی دی. د سپوتنیک آژانس له لوري پوښتل شوو کارپوهانو په عمده او فرعي هیوادونو د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو د ویشلو په هکله د چین د سیاست د ممکنو هلو ځلو اغیزه په مختلف ډول ارزولې ده.
    د مسکو د نړیوالو اړیکو د دولتي انستیتوت د اروپايي همغاړه توب د ډیپارتمنت آمر نیکولای کلاشنیکوف عقیده لري چی په داسې شرایطو کی چین ته د یوموټي اروپا لیدل ډیر اهمیت لري.
    نیکولای کلاشنیکوف وایي:« چین له واحدې اروپا سره علاقمندي لري، ځکه چی له اروپا سره د خپلو تجارتي او مالي اړیکو لپاره ثبات غواړي. او دا ډول ثبات په بین المللی ډګر کی یوازې د واحد اقتصادي لوري په توګه د اروپايي اتحادیې د ساتلو په حساب ممکن دی. د چین لپاره په اروپايي اتحادیه کی د دوه ګوني چټکوالي میکانیزم هیڅ ډول جدي ګواښ نه رامنځ ته کوي، ځکه چی نه د کورني واحد بازار په فعالیت او نه هم د ګډ تجارتي سیاست او د ګمرکي اتحادیې په میکانیزمونو کی د هیڅ ډول بدلون سبب نه ګرزي.
    د اروپايي اتحادیې جوړوونکۍ زړی به، احتمالاً، د سیاسي همکاری او اسعاري اتحادیې په برخه کی خپل فعالیت زیات کړي. خو په اروپايي اتحادیه کی هیڅوک د کورني بازار د یووالۍ او د تجارتي سیاست د وحدت په هکله شک نه لري».
    د سانکت پتیربورګ د پوهنتون کارپوه الکساندر سیګونین د «دوه ګونې چټکتیا لرونکې اروپا» د جوړولو د نظریې په ترځ کی د چین د چلند د تګ لاري په هکله خپل نظر داسې څرګند کړ:
    «چین ته به دا نامناسبه وي، که چیرې د اروپايي اتحادیې ټوټه کیدل پیل شي، ځکه چی هغه وخت به ډیر زیات نظرونه او ډیر زیات لوري موجود وي چی له هغوی سره باید موافقه وشي. هغه باانضباطه ځواک ته اړتیا لري چی هغوی ټول سره یوموټۍ کړي چی له هغو سره خبرې کیدلۍ شي. هغه څه چی په «دوه ګونې چټکتیا لرونکې اروپا» اړه مومي، نو، اصلاً، د چین سیاست ډیر نرم دی، هغه په اروپايي اتحادیه کی د موجودیت له هرډول ماډل سره ځان سمولۍ شي. زه په دې کی کوم خاص چلنج نه وینم. چینایان پخپله وایي چی دا د اروپایانو کورنۍ کار دی — څرنګه چی هغوی پریکړه وکړي، همغسې به وي. چین تل اروپا ته د وړاندې کولو لپاره څه لري. په عین حال کی، هغه، په زیات ګمان، د عمده او فرعي هیوادونو ترمنځ په دې خاطر له تضادونو د ګټې اخیستو له وسواسه ډه ډه نه شي کولۍ، ترڅو خپله ګټه تر لاسه کړي».
    د اروپايي اتحادیې د کلیزې غونډه چی د مارچ په ۲۵ نیټه په روم کی جوړیږي، له انګلستان پرته د اروپايي اتحادیې رتلونکې څیړي. په روم کی به همداشان د اروپايي کمیسیون رییس ژان-کلود یونکیر «سپین کتاب» — د اروپايي اتحادیې د بنسټیزو «بیافعالولو» مسوده، بحث ته وړاندې کړي. یو له عمده وړاندیزونو به د «دوه ګونې چټکتیا لرونکې اروپا» د جوړولو وړاندیز وګرزي. دا په حقیقت کی داسې اساسي قانون دی چی د اروپايي اتحادیې زاړه غړي نور د ختیزې او جنوبي اروپا له هیوادونو سره په یوه لاره تلل نه غواړي.
    په عین حال کی، چین تل متوازن سیاست پرمخ وړي، د عمده او فرعي، شتمنو او لږ پرمختللو هیوادونو ترمنځ توپیر نه کوي. نو په دې صورت کی به د «دوه ګونې چټکتیا لرونکې اروپا» سره د هغه د همکاری پراختیا هغو ته هم چټکتیا ورکړي، څوک چی غواړي په لوړ سرعت حرکت وکړي او هغوی ته، چاته چی اروپايي اتحادیه غواړي دا چټکتیا محدوده کړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی