په ژوندی پڼه خپرونه
    حقوق پوه: د ترکيې چارواکي باید نور ټول هغه کسان تروریستان ونه بولي، څوک چی غواړی په اساسي قانون کی سمونونو ته مخالفه رایه ورکړي

    حقوق پوه: د ترکيې چارواکي باید نور ټول هغه کسان تروریستان ونه بولي، څوک چی غواړی په اساسي قانون کی سمونونو ته مخالفه رایه ورکړي

    © REUTERS/ Presidential Palace/Yasin Bulbul
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2421

    ترکیې د وینز د کمیسیون راپور چی په هغه کی ویل شوي چی په اساسي قانون کی وړاندې شوي سمونونه به د دموکراسۍ لپاره په شا لوی ګام وګرزي رد کړی او څرګنده کړې یې ده چی «د کمیسیون غړي سیاسي شوي او پر خپل اعتبار یې داغ لګولۍ».

    دمخه د وینز کمیسیون — د اروپايي شورا په چوکاټ کی د اساسي قانون په هکله مشورتي ارګان، اعلان کړی وو چی وړاندې شوي بدلونونه چی د ترکیې د جمهور رییس رجب طیب اردوغان صلاحیتونه په شدت زیاتوي، په خپل ذات د «دموکراسۍ لپاره په شا خطرناک ګام شمیرل کیږي». د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداک په Twitter کی په خپله پاڼه کی لیکلي:« د ترکیې له نظره، دا په بشپړه توګه سیاسي او له ذهنی ګری ډک راپور د درناوی یا ارزښت وړ نه دی».
    حقوق پوه او د اساسي قانون د حقوقو د برخې کارپوه ابراهیم کابوغلو له Sputnik سره په مرکه کی د وینز د کمیسیون پر راپور او دې خبرداري چی په هغو کی د ترکیې د راتلونکې په اړوند د اپریل د ۱۶ نیټې په ټول پوښتنه کی په اساسي قانون کی د سمونونو د تصویب په صورت کی ورکړی شوی، تبصره وکړه. د کابوغلو په نظر، د کمیسیون راپور ته نباید کم ارزښت ورکړی شي، ځکه چی په هغه کی یو لړ مهمې نتیجې اموجودې دي».
    حقوق پوه وایي:«دا مساله باید له دوو اړخونو وڅیړل شي. لومړی، د وینز د کمیسیون له نظره. دوهم، د ترکیې له لوري د غبرګون له نظره. د وینز کمیسیون د اروپايي شورا مهم مشورتي ارګان دی. د نظر هغه ټکۍ چی د وینز د کمیسیون په راپور کی لیکل شوی، د اروپايي شورا رسمي دریځ شمیرل کیږي. د راپور جدی توب چی د دغه جوړښت له خوا برابر شوی، په دې کی منعکس شوی چی د هغه مادې د اروپايي محکمې د پریکړي نیولو په وخت کی په پام کی نیول کیدای شي. دا ټول دا خبره څرګندوي چی د وینز د کمیسیون راپور ته نباید کم ارزښت ورکړی شي. که چیرې موږ هغو پیښو ته وګورو چی په ترکیه کی، د دسمبر د ۱۶ نیټې له پیله صورت مومي، کله چی په اساسي قانون کی د سمونونو پر مساله د ورځې په اجندا کی په فعاله توګه بحثونه پیل شول، دا خبره د پوهیدلو وړ ګرزي چی د وینز د کمیسیون د راپور محتوا په کلي توګه په هیواد کی د اوضاع په هکله د یو شمیر ترکي سیاستپوهانو د نظر ټکۍ منعکسوي چی پر هغه د ترکیې حکومت سترګې پټوی او د هغه د موجودیت حق نفی کوي».
    کابوغلو څرګنده کړه چی هغه پیښې چی په ترکیه کی د ټول پوښتنې ترسره کولو ته تیاری په بهیر کی رامنځ ته کیږي، د منلو وړ نه دي.
    کارپوه وویل:«پر دې واقعیت سربیره چی په ترکیه کی د بیړه ني حالت رژیم دوام لري، ستونزه دا ده چی د ترکیې چارواکي داسی عملونه تر سره کوي چی د اضطراري حالت د رژیم له چوکاټ نه وزي او د اساسي قانون مادي ترپښو لاندی کوي. د دې ډول فعالیتونو پر ناحق توب حتی د هیواد صدراعظم هم اعتراف کړی. د ترکیې سیاسي شخصیتونه د ټول پوښتنې په درشل کی د اساسي قانون سمونونو ته د رایې ورکولو په غرض د هیواد د اوسیدونکو د جلبولو په منظور په دومره ټینګار تبلیغات کوی چی دغې وضعه، بالاخره له اروپايي اتحادیې سره د ترکیې په اړیکو کی په جدې بحران تمامه شوه. او د وینز د کمیسیون راپور نباید له ټولو دغو پیښو جلا وڅیړل شي».
    حقوق پوه هغه منفي غبرګون ته اشاره وکړه چی د اضطراري حالت د رژیم په شرایطو کی د ټول پوښتني د ترسره کولو په هکله رامنځ ته شوې.
    کابوغلو وویل:«تقریباً دوه میاشتې دمخه صدراعظم وویل چی « د اضطراري حالت د رژیم په شرایطو کی به په اساسي قانون کی د سمونونو د واردولو د مسالې په هکله رایه اخیستنه تر سره نه شي». هغه وخت یو شمیر کارپوهانو په دې هکله نظر څرګند کړ چی د موجود اضطراري حالت په رژیم کی نه یوازې پخپله رایه اخیستنه، بلکی د اساسي قانون د سمونونو په هکله بحثونه هم باید وجود ونه لري. ولی اوس هرڅه دی ته اشاره کوي چی ټول پوښتنه چی پایلې به یې په جرړو کی د ترکیې راتلونکې بدله کړي، په هر صورت کی به د اضطراري حالت د رژیم له لغوه کیدو پرته ترسره شي».
    کابوغلو څرګنده کړه:«د ترکیې چارواکي باید متوازن سیاست وچلوي او له هغه چا سره په اړیکو کی، څوک چی د اساسی قانون د سمونونو پرخلاف نظر څرګندوي، باید له تیري کوونکو څرګندونه کار وانخلي. په تاسف، نن ورځ موږ د داسې مشاجرو خپریدل وینو چی د هغو په چوکاټ کی مخالفت کوونکي، په ماهیت کی، له تروریستانو سره په یوه لیکه کی درول کیږي. دا د نه منلو او ډیر خطرناک چلند دی».

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی