په ژوندی پڼه خپرونه
    داسراییلو وسله وال پوځ په سوریه کې دبې پیلوټه الوتکې دورکېدو پخلی وکړ

    داسراییلو وسله وال پوځ په سوریه کې دبې پیلوټه الوتکې دورکېدو پخلی وکړ

    © U.S. Air Force photo by Bobbi Zapka
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 96 0 0

    داسراییلو وسله وال پوځ په سوریه کې دکشفي چارو دخپلې بې پیلوټه الوتکې دورکېدو پخلی وکړ. په دې هکله خبر «سپوتنیک» ورکړی دی.

    آژانس داسراییل دپوځ درسنیزو چارو ددفتر دخبرپاڼې له مخې کاږي:« Skylark ډوله بې پیلوټه الوتکې ورکه شوې ده. دپېښې په هکله پلټنې پیل شوي دي».

    دمرکه کوونکې په وینا؛ دپېښې په پایله کې مهم معلومات رسوا شوي نه دي.

    هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ چې بې پیلوټه الوتکه دمارچ دمیاشتې په ۱۹ نېټه ورکه شوې وه.

    له دې مخکې رسنیو خبر ورکړی وو، چې دسوریې هوايي ځواکونو داسراییل بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی