په ژوندی پڼه خپرونه
    په افغانستان کې د«القاعده» دډلې قوماندان وژل شوی دی

    په افغانستان کې د«القاعده» دډلې قوماندان وژل شوی دی

    © AFP 2017/ Fadi al-Halabi
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 72 0 0

    ددوشنبې په ورځ دافغانستان په ختیځ کې دتروریستانو پر موټر دامریکا د بې پیلوټه الوتکې دبرید په پایله کې د«القاعده» دډلې دیو قوماندان په شمول ځلور تنه ترهګر وژل شوي دي.

    درارسېدلو معلوماتو له مخې ویل کېږي، چې دپاکستان سره په پوله کې نژدې دپکتیکا په ولایت کې دسرک په سر پر روان موټر دوه توغندي توغول شوي دي.

    دبرید په پایله کې ددوو وژل شوو جګړه مارانو مړي پېژندل شوي، چې یو یې قاري یاسین او بل یې استاد اسلم «د هند په وچه کې د«القاعده» دډلې پېژندل شوی او اغیزمن قوماندان وو». نوموړی چې دپاکستان دپنجاب دسیمې اوسېدونکی وو، دهغه دمرګ په بدل کې ۵ ملیونه پاکستانۍ کلدارې (۵۰) زره ډالره انعام منل شوی وو. قاري یاسین په ډیرو پېښو کې په لاس لرلو او پر ولسمشر پرویز مشرف په ناکامه برید تورن وو.

    د «ډان» دورځپاڼې دخبر له مخې ویل کېږي، چې یوبل وژل شوي جګړه مار چې امین شاه مصعود نومېده، د«پاکستان دطالبانو» دډلې دځانمرګو بریدګرو استاد وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی