په ژوندی پڼه خپرونه
    په کریمیا کی پوځي تطبیقات

    په کریمیا کی پوځي تطبیقات

    © Photo/ The press-service of the internal Troops of the Ministry for Internal Affairs of the Russian Federation
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12 0 0

    په کریمیا کی د اوپوک په پولیګون کی د هوایي ډیسانت ځواکونو د درستیزونو د قوماندانیو تمرینونه پیل شوي دي. په دې مانورو کی همدارنګه د تورسمندرګي د سمندري ځواکونو بیړۍ او هوايي – فضايي ځواکونه برخه لري. په دې هکله ژورنالیستانو ته د هوایي ډیسانت ځواکونو قوماندان اندرې سیردیوکوف خبر ورکړ.

    د نوموړي په وینا، ټول د خطر په زنګ تر دوه نیم زره زیات ډیسانت سرتیري او د ۶۰۰ په شاوخوا کی محاربوي تخنیک پورته شوی دي.
    جنرال وویل:« د روسیې د اردو په تاریخ کی د لومړي ځل لپاره د هوایي ډیسانت ځواکونو د تطبیقاتو په چوکاټ کی له واره زموږ دری قطعات په یوه وخت کی د خطر په زنګ پورته شوي او قسماً کریمیا ته له خپلو وسلو او تخنیک سره لیږول شوي دي».
    سیردیوکوف د دې ډول تطبیقاتو ضرورت، ترټولو لومړی، « د زیات شوي تروریستي ګواښ» له نظره توضیح کړ.
    د کریمیا د دولتي شورا د استازي ولادیسلاف ګانژار په نظر، دا ډول ګواښ واقعاً موجود دی.
    ولادیسلاف ګانژار د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:« کاملاً واقعي ګواښ موجود دی. موږ په یاد لرو چی د ۲۰۱۶ کال په اوړي کی څرنګه اوکرایني ورانکارې ډلې تروریستي بریدونه تیارول او د امنیت د فدرالي ادارې له خوا نیول شوي وو. سربیره پر دې، د اوکراین د دولت د جګړه غوښتونکو څرګندونو چی موږ یې هره ورځ د کریمیا د جمهوریت په پته اورو او هغو ګواښونو په پام کی نیولو سره چی اعلانیږي، دا ډول تطبیقات برحق او ضروري شمیرل کیږي».
    د نوموړي په خبره، دا تطبیقات د جمهوري اوسیدونکو ته یوځل بیا د خپل امنیت په هکله د ډاډه کیدو امکان برابروي.
    ولادیسلاف ګانژار په پای کی وویل:«کریمیا نن ورځ، اصلاً، د اوکراین د دولت د جبهې په مخکینۍ کرښه کی، چیرې چی کورنۍ جګړه روانه ده، قرار لري. روسیه د خپل هیواد په خاوره کی تطبیقات تر سره کوي او د ټاپووزمې اوسیدونکي د داسې تطبیقاتو په اړوند ښه روحیه لري- هغوی دوی ته په امن کی د ځان د احساسولو امکان ورکوي. نن ورځ کریمیا په تور سمندرګي کی د نه ډوبیدونکې الوتکې وړونکې بیړۍ په توګه، د وسلو له نظره نمونه سیمه شمیرل کیږي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی