په ژوندی پڼه خپرونه
    دترکیې دبهرنیو چارو وزیر به په امریکا کې د ګولین د سپارلو په هکله خبرې وکړي

    دترکیې دبهرنیو چارو وزیر به په امریکا کې د ګولین د سپارلو په هکله خبرې وکړي

    © Sputnik/ Nina Zotina
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6610

    دترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولوت چاویش اوغلو به د مارچ د میاشتې په ۲۱- ۲۲ مه نېټه امریکا ته دخپل سفر په ترڅ کې ترکیې ته مخالف امام د فتح الله ګولین، چې په انقره کې په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې دکودتاه دچارو سمبالولو تور ورباندې لګېدلی دی، د سپارلو په هکله خبرې وکړي. په دې هکله څرګندونې د ترکیې دعدلیې دچارو وزیر بیکربوزداګ کړې دي.

    په وروستیو کې دترکیې دبهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې چاویش اوغلو په پام کې لري، دمارچ دمیاشتې په ۲۱- ۲۲ مه نېټه امریکا ته دهغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه سفر وکړي، چې دامریکا په مشرۍ دداعش پر ضد ټلواله کې شامل دي.

    دترکیې د عدلیې دچارو زیر بیکربوزداګ د Anadolu آژانس سره د خپلو خبرو پر مهال وویل:«دترکیې لخوا به دګولین د راکړې مساله به یو ځل بیا راپورته شي.

    نوموړي زیاته کړه؛ چې دسې شنبې په ورځ به هغه دامریکا دمتحده ایالاتو لوی څارنوال جیف سیشن سره د ګولین دورکړې په هکله ټيلیفوني خبرې وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی