په ژوندی پڼه خپرونه
    ډاکټرانو په متحده ایالاتو کې ديوې وژونکې مرخېړیزه ساري ناروغۍ دخپریدو خبرداری ورکړی دی

    ډاکټرانو په متحده ایالاتو کې ديوې وژونکې مرخېړیزه ساري ناروغۍ دخپریدو خبرداری ورکړی دی

    Ivan Rudnev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 80 0 0

    په امریکا کې په روغتون کې دننه ديوې وژونکې مرخېړیزه ساري ناروغۍ لپاره چې له کبله یې دمړینې کچه ۶۹ سلنه ښودل شوي، درمل شتون نه لري. په دې هکله خبر د New Scientist ورکړی دی.

    د امریکا دروغتیا دچارو وزارت دناروغیو د کنترول او مخنیوي دمرکز د معلوماتو له مخې، په دغې  Candida aurisساري ناروغۍ ۵۳ تنه، چې ډیر شمیر یې په نیویارک کې اوسېږي، اخته شوي دي. په نورو دریو ایالتونو کې هم ۲۷ دغه ډول پېښې ثبت شوي دي.

    دغه ناروغي په ټپي شوی ارګان کې دوینې دتویدو لړۍ ګړندې کوي او همدغه ارګان په بشپړه توګه له منځه وړي.

    دغې Candida auris نومې ساري ناروغۍ اصلي قربانیان دکمزوري روغتیا خاوندان، دشکر په ناروغۍ اخته خلک دي. دروغ سړي لپاره بیا کوم ګواښ نه رامنخ ته کوي. دا ناروغي په روغتون کې دناروغه او روغ کس ترمنځ د اړیکې دټینګولو پرمهال خپریږي.

    یاده ناروغي د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ ز- ل کال کې په جاپان کې پېژندل شوې ده او بیا په کاناډا، جرمني، هند، اسراییل، کینیا، کويټ، ناروې، پاکستان، اسپانیا، جنوبي افریقا، جنوبي کوریا، انګلستان او وینزویلا کې هم راپېښه شوې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی