په ژوندی پڼه خپرونه
    په اردن کی د عربي دولتونو د ټولنۍ ۲۸مه غونډه پرانیستل شوه

    په اردن کی د عربي دولتونو د ټولنۍ ۲۸مه غونډه پرانیستل شوه

    © AFP 2017/ Mohamed El-Shahed
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 710

    د عربي هیوادونو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو په لوړه سطحه غونډه په اردن کی پرانیستل شوه.

    د عربو اوسنۍ ۲۸مه غونډه چی د مړه سمندرګي په غاړه کی د اردن د شاهي دولت د پلازمینې عمان د جنوب — لویدیز په ۵۰ کیلومتری کی جوړه شوې، په وروستیو کلونو کی د استازو له نظره تر ټولو لویه غونډه شمیرل کیږي، په هغې کی ۱۸ عرب مشران برخه لري.
    د عمده موضوعاتو په لړ کی چی په غونډه کی به وڅیړل شي — د فلسطین مساله، په هغو دولتونو کی چی له بحرانونو سره لاس په ګریوان دي (سوریه، لیبیا او یمن) حالات، له تروریزم سره مبارزه، د نژدې ختیځ په سیمه کی د پناه وړنکو ستونزه او همدارنګه د «ایران له مداخلې» سره مقابله شاملې دي. سربیره پر دې، مشران نیت لري د ګډو عربي فعالیتونو د فعالول اصل هم وڅیړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی