په ژوندی پڼه خپرونه
    رسنۍ د کاناډا له دې پلانونو خبرې شوې، چې اوکرایین ته د وسلو ورکول پیل کړي

    رسنۍ د کاناډا له دې پلانونو خبرې شوې، چې اوکرایین ته د وسلو ورکول پیل کړي

    © AFP 2017/ Sergei Supinsky
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د اوکرایین او کاناډا دفاع وزارتونه غواړي، چې په راتلونکې اونۍ کې د خپل منځې همکارۍ تړون لاسلیک کړي. د دغې همکارۍ موخه د کاناډا د وسلو بازار ته د اوکرایین د لاسرسي پرانیستل دي. دغه خبر اوکرایینفورم اطلاعاتي اژانس د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو د استازیو له خولې ورکړی دی.

    په کاناډا کې د اوکرایین سفیر اندرې شېفچېنکا پخوا خبر ورکړی وو، چې کاناډا اوس مهال دېته نه ده چمتو چې اوکرایین ته وژونکي وسله ورکړي، خو په Automatic Firearms Country Control List نوملړ کې د کیف د شاملولو شونتیا څېړي. دغه نوملړ، هر هېواد ته، چې نوم یې په دغه نوملړ کې وي د کاناډایي وسلو د ورکولو اجازه ورکوي. د اوکرایینفورم د مرکوالو د اطلاعاتو له مخې د اوکرایین له پلوه به یاد تړون د دغه هېواد دفاع وزیر ستېپان پولتوراک لاسلیک کړي. دی کاناډا ته سفر په مخه کې لري. اژانس دا خبره هم کړې، چې د تړون د متن پر جوړولو او بشپړلو کار اوس هم روان دی، خو پر وخت به پایته ورسیږي. د اژانس په خبر کې دا هم ویل شوي، چې دغه تړون د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو ترمنځ تړون دی او «د کاناډا د وسلو بازار ته د اوکرایین د لاسرسي د پرانیستل کېدو لپاره اړین دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی