په ژوندی پڼه خپرونه
    دسانکت پيترزبورګ  دبرید په تړاو له ټولې نړۍ د خواخوږۍ تلګرامونه رارسیږي

    دسانکت پيتربورګ دبرید په تړاو له ټولې نړۍ د خواخوږۍ تلګرامونه رارسیږي

    © Sputnik/ Victorya Ivanova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 30 0 0

    دروسيي د دوهم لوی ښار پيتربورګ د ترهګرۍ بريد په تړاو د خواخوږۍ کلمی د تولې نړۍ څخه رارسيږي.

    د خواخوږۍ د څرګندولو په لړ کې دپخواني شوروي اتحاد د خپلواکو همګتو هیوادونو مشران، اروپائي او اسیائي هېوادونو ،او همداراز داوکراین دبهرنیو چارو وزير پاول کلیمکین شامل دي. ملګرو ملتونو دغه ترهګرۍ برید په کلکو ټکو غندلي او ددغه برید د تنظیمونکې د موندولو غوښتنه ئي کړی ده. د اروپا دامنیت او همکارۍ سازمان او اروپائې پارلمان ددغه پيښي له امله خپله خواشیني څرګنده کړی ده. اروپائي اتحاديه وائي زموږ ټو ل فکر د روسيي له خلګو سره په ځانګړي توګه له هغوکسانو سره دي چې خپل خپل ځپلوان ئې له لاسه ورکړي ډي. دامطلب سپوتنیک ورکوي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلګ دروسي سفارتونو ته ګلان راوړي او شمعونه بلوي. په انترنیټی تولنیزو شبکو کې اصلي hashtags-(هشتاګ)(#PrayForStPetersburg) او #St. Petersburg دي. مخکې دامریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسيي د ولسمشر ولادیمیر پو تین سره په تیلفوني خبرو کې په پيترز بورګ کې چاودنه «وحشتناکه پيښه » وبلله. دواړو ولسمشرانو د ترهګرۍ ضد مبارزي په اړه خبري وکړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی