په ژوندی پڼه خپرونه
    دسپینو خولۍ ټولنه په سوریه کې دماشومانو دژغورلو په اړه ددروغجنو معلوماتو په خپرولو تورنه شوې

    د"سپینو خولیو" ټولنه په سوریه کې دماشومانو دژغورلو په اړه ددروغجنو معلوماتو په خپرولو تورنه شوې

    © AFP 2017/ George Ourfalian
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11520

    "دبشري حقونو دسویډن دډاکټرانو"ټولنې استازو دپلټنو په ترڅ کې موندلې چې "دسپینو خولۍ" استازو په سوریه کې دټپي ماشومانو د ژغورنې په اړه معلومات کره نه دي.

    یاده ټولنه دغې پایلې ته وروسته له هغې رارسېدلې، چې "دسپینو خولۍ" ټولنې په ۲۰۱۵ ز- ل کال کې په سوریه کې دکیمیاوي برید په ترځ کې ثبت شوې ويډیو فلمونه خپاره کړې وو.

    دبېلګې په توګه کارپوهان وايي؛ چې دویډیوګانو له مخې ښکاري، چې ډاکټر دیوه ماشوم په زړه کې دپیچکارۍ ستن ورننباسي خو دا نه ښکاري، چې درمل دې دهلک وجود ته ورننویستل شوي وي. سربیره پردې کارپوهان په دې اند دي؛ که چیری ناروغه ماشوم دپیچکارۍ تر مودې مړه نه وو، نو کېدای شي، چې دپیچکارۍ پرمهال مړ شوی وي.

    د بشري حقونو یادې تولنې استازو خپله پاملرنه یوې بلې ويډیو ته هم راګرځولې، چې له مخې؛ درې ماشومان دژغورنې دبهیر وروسته مړه شوي دي. خو د«سپینو خولۍ»دټولنې راپور چې ګواکې دوی دکلورین دګاز له کبله وژل شوي، دخپلواکه ډاکټرانو لخوا منل شوی نه دی. دانګلستان دکارپوهانو په اند؛ په ویډیو کې دکیمیاوي برید په پایله کې دقربانیانو په هکله ویډیو کې کېدای شي، په نشه یې توکو روږدي خلک وي، چې مړه شوي دي.

    دیادونې وړ ده؛ چې له دې مخکې د«سپینو خولۍ»ټولنې دغوره لنډ مستند فلم په برخه کې د«اوسکار» جایزه ګټلې وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی