په ژوندی پڼه خپرونه
    په تورکیه کې سوریایي کډوال هڅه کوي، چې ژوند له سپینې پاڼې پیل کړي

    په تورکیه کې سوریایي کډوال هڅه کوي، چې ژوند له سپینې پاڼې پیل کړي ( څلورمه برخه)

    © Sputnik/ Valeriy Melnikov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1110

    «سپوتنیک» د تورکیې په ایزمیر ښار کې د سوریایي کډوالو کېسې ته دوام ورکوي.

    تر کاپیلار وروسته موږ د کادیفېکالې مېنې ته ورځو. دا د ایزمیر یوه زړه سیمه ده. د سوریایي کډوالو ډېری هملته اوسیږي. په کادیفېکالې کې د کورونو له یوې برخې نه، خلک د هغو د ړنګېدو له ډاره وتلي وو. د ډېری کورنو د ړنګولو کارونه همدا اوس پیل شوي دي. موږ وینو چې په دغو کورونو کې سوریایي کډوال ژوند کوي. د دغې مېنې یوه اوسیدونکي، چې خبر شو چې موږ ژورنالستان یو، له موږ سره د خپل زړه خبرې او دردونه شریک کړل. ده وویل: «د ښار چارواکي وایي، چې تورکیې درې میلیونه سوریایان د میلمنو په توګه منلي دي، خو تاسې په خپله وګوري چې دغه وګړي دلته په څه ډول شرایطو کې ژوند کوي. ایا میلمه پالنه دېته وایي؟ دغه غربیان په ریښتیا د خواخوږۍ وړ دي».
    «که جګړه پایته رسېدلې وای، زه همدا نن سوریې ته بېرته تللم»
    موږ په کادیفېکالې کې له ۵۵ کلن هاشیمان ابو احمد سره مرکه وکړه. دی له کوباني نه ایزمیر ته راغلی دی. دی وایي: «زما زړه نه وو، چې له سوریې نه لاړ شم. خو متأسفانه، چې جګړې موږ له سوریې نه، کډې کولو ته اړ کړو». هاشیمان ابو احمد زیاتوي:
    «عرب، کوردان، تورکان — موږ ټول مسلمانان یو. موږ ټول انسانان یو. زموږ له دغه کړېدلي هېواده څه غواړي؟ که جګړه پایته رسېدلې وای، زه همدا نن سوریې ته بېرته تللم».
    د حلب د هاشیم له کورنۍ سره، چې په کاديفېکالې کې اوسیږي، موږ په تورکیه کې پر ژوند او په پر دې غږیږو، چې په راتلونکې به څه پېښ شي. ۲۲ کلن سمیح هاشیم کېسه وکړه، چې لږه موده پخوا ایزمیر ته له خپل تره کره راغلی دی. دی د ګارسون په توګه کار کوي او تورکي ژبه هم په ورو ورو زده کوي. سمیح په تورکیه کې له ژونده، په ټوله کې خوښ دی. ده غوښتل چې اروپا ته لاړ شي، خو یوازې په قانوني لاره. دی په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي: «زما یو څو ملګري المان ته تللي دي. هغوی کېسه کوي، چې هلته په المان کې د ژوند شرایط تر تورکیې ډېر ښه او سوکاله دي. خو په ناقانوني لاره المان ته ورتګ، زما په پلان کې نشته. زما ډېری پېژندګلوی یې په یونان کې ونېول او بېرته یې راوشړل، نو ځکه زه پردغه لاره فکر نه کوم».
    د سمیح ۴۵ کلن تره سردار ال هاشیم درې کاله پخوا ایزمیر ته راغلی، وروسته یې خپله کورنۍ هم همدلته راوړله. دی د ودانیو د جوړلو له لارې پیسې ګټي، دایمي کار یې تراوسه نه دی پیدا کړی. خو سردار اروپا ته د تللو په فکر کې نه دی. دی په دې هیله دی، چې په سوریه کې به جګړه پایته ورسیږي. دی په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې وایي: « که چېرې خبر شم، چې په سوریه کې جګړه پایته ورسېده، زه پر همغه ورځ خپل هېواد ته ځم. ایا تر خپل پلرني هېواد بل ښه ځای پیدا کیږي؟».
    (نور بیا)

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی