په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا خپل د اوبتلي بیړيو بالستکي توغندي وښودل

    شمالي کوریا خپل د اوبتلي بیړيو بالستکي توغندي وښودل

    © REUTERS/ KCNA
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26302

    شمالي کوریا د لومړی ځل دپاره په پريد (رسم ګذشت) کې خپل د سمندري اوبتلې بيړيو توغندي (SLBM) نندارې ته وړاندې کړل . دامطلب سپوتنیک د رویترز اژانس له قوله ورکړی دي.

    دامطلب سپوتنیک د رویترز اژانس له قوله ورکړی دي. داژانس په وینا د (SLBM Pukkykson-2) — توغندي مخکې له دې چې په رسم ګذشت کې د شمالي کوريا د مشر کيم چونګ اون تر مخې تیرشي په ځائی تلويزيون کې وښودل شول. مخکې راپور ورکړل شوی وو چې د شنبې په سهار د شمالي کوریا وسله وال ځواکونه د پوځي رسم ګذشت د اجرا کولو دپاره سره راغونډ شوي وو. رسم ګذشت د کیم ایل سونگ دزېږيدو د ۱۰۵ کالیزي په وياړ تر سره شول.- هغه دشمالي کوریا بنسټګر او دنننی ولسمشر کیم چونګ اون نیکه دي. دامریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ په روانه اونۍ کې شمالي کوریا د يو ګواښ په نوم ياده کړه او ژمنه ئي وکړه چې هغې ته به خپله «پاملرنه» راګرځوي. خو دائي ونه ويل چې د کومو فرصتونه څخه به استفادي  به ددغه هيواد په وړاندې کار واخلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی