په ژوندی پڼه خپرونه
    د پوتين او ترمپ بحث به په څه وي

    ترمپ او پوتیڼ سره « نه جلاکېدونکې دي» ( ويدو)

    © AP Photo/ Alexander Zemlianichenko
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4600

    د دموکرات ګوند څخه د پارلمان کښته پوړ غړې ماکسين واترز وائي چې په سوریه کې د امریکا متحده ایالاتو د توغندیو ګوزاونه د ولسمشر ډونالد ټرمپ لیوالتیا وه چې دروسيي په وړاندې د بنديزونو دلغوه کولو څخه د خلګو پام واړوي. د امطلب واترز په واشنګټن کې په يوه غونډه کې څرګند کړ. داخبر The Huffington Post. ور کړی دي.

    د واترز په عقيده د سوريي د شاوخوا حالاتو په اړه د مسکو او واشنګټن ترمنخ کړکيچ يوه «ننداره » ده. د هغې په عقيده ترمپ او دروسيي ولسمشر ولادیمیر پوتین يو له بل سره «نه بیلیدونکې» دي وروستي اقدامات او نهائي موخه « جعلي کړکيچ» دي چې د بنديزونو د لغوه کولو په خاطر تر سره کيږي. کوم چې دغه بنديزونه دروسيي د پاره د ژورو اکتشافاتو او په شمالي قطب کې د تيلو درایستو دپاره دتجهزاتو درسولو مانع ګرځي. دې مخکې هم ځيني مهمي څرګندوني کړي وي دبیلګې په توګه دې ویلي وه « چې ډونالد ټرمپ چمتو دی د ولسمشر پوتين په غيږ کې ځان واچوي په داسي حال کې چې هغه په کوريا باندې حمله کوي». ددې تر خبرو وروسته دروسيي يو مشهرو کوميډين «وان والکسوس» په يوه تيلفوني ټوکه کې پر دې موضوغ ملنډي ووهلي. د ډرامي په دغه صحنه کې د اوکراين لومړی وزير ولاديمير ګراسمين د واترز سره په تيلفوني خبرو کې وويل چې روسيه زموږ د«هيواد» په کوړنيو چارو کې «مداخله» کوي. وروسته دامریکا دغه غړې په جدي توګه ددوی د ټوکو ځواب ورکړ. او ژمنه ئي وکړه چې وضعيت به وڅيړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی