په ژوندی پڼه خپرونه
    په روسیه کې دمحرمو دولتي چارو لپاره چلیز غونډل جوړ شوی

    په روسیه کې دمحرمو دولتي چارو لپاره چلیز غونډل جوړ شوی

    © Sputnik/ Natalia Seliverstova
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7010

    دمعلوماتو ملي مرکز ددولتي محرمو اسنادو سره د کار په موخه یو چلیز غونډل جوړ کړی دی. ددغه پروګرام اصلي کاروونکي، مشتریان به یې فدرالي، سیمه ییز، ځايي چارواکي او په همدې ډول دولتي کمپنۍ او هغه شرکتونه چې دولت په کې سهمیې لري، وي.

    په دې هکله دسند له مخې ویل کېږي؛ د«اوس» په نوم دغه سیستم چې دلینوکس پر بنسټ جوړ شوی، کېدای شي د معلوماتو دمرکزونو په سرویر کې او دمشتریانو دسولګرونو په دیسک ټاپ کې وکارول شي. اوسمهال د مخابراتو په وزارت کې تر ازموینې لاندې دی.

    دمعلوماتو دملي مرکز داستازو په وینا؛ دنورو پروګرامونږ سره د«اوس» دسیستم ځانګړنه په دې کې نغښتې، چې دټولو په ځانګړې توګه د MS Windows سره دبلدېدو توان لري.

    دورځپانې په وينا؛ اوس هم په روسیه کې دمعلوماتو دغه ډول سیستمونه شتون لري خو هغوی ددفاع د چارو وزارت داړتياوو پوره کولو لپاره جوړ شوي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی