په ژوندی پڼه خپرونه
    دنړیوالې ټلوالې پراشوتي ځواکونه ددیرالزور دسیمې په څنډو کې کښته شوي دي

    دنړیوالې ټلوالې پراشوتي ځواکونه ددیرالزور دسیمې په څنډو کې کښته شوي دي

    © Sputnik/ Evgeny Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7010

    دامریکا په مشرۍ دنړیوالې ټلوالې دهوايي ځواکونو دپراشوتو ډله دداعش دډلې پرضد دکره عملیاتو په موخه دسوریې دددیرالزور دسیمې په څنډو کې کښته شوې ده. په دې هکله خبر د Sky News Arabia ټلویزیوني کانال دخپلې سرچینې په حواله ورکړی دی.

    په ورته وخت کې په دې هکله چې دچورلکو نه دچا پوځیان کښته شوي، څه ویل شوي نه دي.

    دیاد ټلویزیوني کانال دخبر له مخې؛ په دیرالزور کې دپوځي عملیاتو موخه دداعش دډلې اکمالاتي او لوژیستیکي پوستې او دوسلو زیرمتونونه وو. په دې هکله چې ایا دوی ددغو عملیاتو په ترڅ کې خپل هدف ته رسېدلي دي او څومره ترهګر وژل شوي دي، څه ویل شوي نه دي. دکانال دخبر له مخې، پوځیان د کښته کېدو ۲۰ دقیقې وروسته له دې سیمه نه ووتل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی