په ژوندی پڼه خپرونه
    په نولسمه پېړۍ کې وروستی زیږیدلې  ښځه مړه شوه

    په نولسمه پېړۍ کې وروستی زیږیدلې ښځه مړه شوه

    © AFP 2017/ Olivier Morin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9 0 0

    د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې انسان، چې یوه ۱۱۷ کلنه ښځه وه، مړه شوې ده.اغلې اېما مورانو د دوو نړیوالو جګړو شاهده وه.


    ايما مورانو د ۱۸۹۹ کال د نومبر د مياشتې په ۲۹ زېږېدلې وه. هغې بېګا د ۱۱۷ کلونو په عمر په ايټاليا کې مړه شوه.
    د هغې لومړنی مېړه په لومړۍ نړيوالې جګړه کې مړ شوی و او دويم يې د دويمې نړيوالې جګړې مخکې په ۱۹۳۸ ز کال کې پرېښی و.
    هغې د ای ايف پي اژانس سره يوې مرکه کې ويلي وو، د ورځې دوه هګۍ او کلچې خورم. ډېر خوراک نه کوم؛ ځکه چې غاښونه نه لرم.
    د ګينېس د ريکاډونو ثبتوونکې ادارې هغې ته د ډېر عمر لرونکې انسان سند هم ورکړی و.
    له مورانو وروسته د ډېر عمر لرونکې انسان د جمېکا هېواد یوه مېرمن ده چې وايلېټ براون نومېږي او د روان کال د مارچ مياشتې په لسمه نېټه ۱۱۷ کلنه شوه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی