په ژوندی پڼه خپرونه
    په الوتکه کې لړم

    په الوتکه کې لړم

    © REUTERS/ Faisal Al Nasser
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3202

    یوه کاناډايي ادعا کړې، چې د یونایټیډ ایرلاین هوايي شرکت په الوتکه کې د سفر پر مهال لړم چیچلی دی.

    ریچارډ بیل ویلي، د دغه هوايي شرکت الوتکې بزنس کلاس کې یې د امریکا له ټیکساسه د کاناډا کالګارې ته سفر کاوه، چې لړم د ډوډۍ خوړلو پر مهال د الوتکې له پاسنۍ المارۍ د ده پر سر راولوېد.
    نوموړی وايي، کله یې چې لړم ته لاس وروړ، ویې چیچه. هوايي شرکت د تاوان ورکول منلي دي.
    غه پېښه یونایټید ایرلاین هوايي شرکت په یوه الوتکه کې له څوکۍ په زوره د یوه مساپر له شړلو سره هممهاله شوې.
    د سي بي سي رپوټ کې ویل شوي کالګارې کې د الوتکې له کېناستو وروسته ډېوېډ بیل روغتون ته لېږدول شوی او له درملنې وروسته کور ته ستون شوی دی.
    نوموړي ویلي د هوايي شرکت خلاف محکمې ته نه ځي، ځکه د تاوان په توګه یې د وړیا هوايي سفر وړاندیز ورته کړی.
    نوموړی د شکاګو له یوه روغتونه کور ته ستون شوی او وکیلان یې وايي، جراحي عملیات به یې کېږي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی