په ژوندی پڼه خپرونه
    پنس د شمالي کوریا د موضوع د حل په موخه د ټرمپ د تګلاري په اړه معلومات ورکړ

    پنس د شمالي کوریا د موضوع د حل په موخه د ټرمپ د تګلاري په اړه معلومات ورکړ

    © AP Photo/ The Philadelphia Inquirer / David Swanson
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1911

    د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د سي ان ان سره په مرکه کې وویل، چې د شمالي کوریا په موضوع کې د ولسمشر ټرمپ تګلاره د هیواد د پخوانيو مشرانو د تګلاري څخه توپير لري.

    «موږ به د ستراتیژیک صبر ناکامي پاليسي څخه لاس واخلو. موږ په پام کې لرو چې خپلی هڅي دوه چنده زیاتي کړو، ترڅو پر شمالی کوریا دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونو راوړو. موږ هيله لرو چې دغه موضوع په سوله ییزه توګه حل شی.»

    پنس: «زه پوهیږم، ولسمشر وروسته ددي نه چې د شي جین پینګ سره خبری اتری وکړی، دی کار ته وهڅول شو. موږ ولیدل چې چین ګامونه پورته کړی ترڅو پر شمالي کوریا فشار راولي، خو دا کافی ندی. د دې ستونزو د هوارولو لپاره باید ټول هغه هیوادونه چې دی کار ته لیوالتیا لری ګډون وکړی. په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې په دې بهیر کې مهم رول لوبوي. تر څو موږ وکوالای شو په ورته مسير کې کار وکړو.»

    اړیکه ټینګوونکی:

    پنس د اسراييلو او نیکاراګوا د بيرغونو په پیژندنه کې تیروتنه کړی
    پنس ژمنه کړي چې د امريکا ټول دښمنان به له منځه وړي
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی