په ژوندی پڼه خپرونه
    د شمالي قطب پر سر مبارزه

    د شمالي قطب پر سر مبارزه

    © Flickr/ NASA Goddard Space Flight Center
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3521

    روسیه او ډنمارک ښايي د لومونوسوف د غره تیر چی له شمالي قطب تیریږي، د ملګرو ملتونو په کمیسیون کی د قاره يي شیلف د پراخولو په هکله د خپلو غوښتنلیکونو تر تایید وروسته، سره وویشي.

    په دې هکله د «ریا نووستي» آژانس ته د روسیې د علومو له اکاډمۍ نه د روسیې د غوښتنلیک د تیارولو ناظم، د روسیې د علومو د اکاډمۍ د شیرشوف په نامه د اقیانوس پیژندلو د انستیتوت د جیولوجیکي څانګې د مدیریت مرستیال لیاپولد لوبکوفسکي معلومات ورکړل.
    لوبکوفسکي وویل:« د لومونوسوف د غره تیر زموږ شیلف او ګرینلنډ، یعنې دنمارک، سره نښلوي. له همدې کبله هم هغوی خپل شیلف اوږدولۍ شي او موږ هم هغه اوږدولی شو. که چیرې زموږ او د دوی غوښتنلیکونه د ملګرو ملتونو په کمیسیون کی ومني، نو هغه وخت روسیه او ډنمارک دغه غر شمالي قطب ته نژدې په کوم ځای کی سره ویشلی شي».
    د نوموړي په خبرو، دا چی شیلف به د روسیې او ډنمارک ترمنځ په نیمايي کی سره وویشل شي، باید سمندري میلونه د هر هیواد له ساحلي زون نه اندازه کړی شي.
    روسیې په ۲۰۱۵ کال کی ملګرو ملتونو ته په ارکتیک کی د لومونوسوف د غره تیر تر ابو لاندې برخې چی د شمالي قطب په لور غزیدلی او نورو ساختمانونو د یوځای کولو په حساب د خپل قاره یې شیلف د سرحد د پراخولو غوښتنلیک سپارلی وو. د سمندري حقوقو په هکله د ملګرو ملتونو د کنوانسیون سره سم، د شیلف د پراخولو لپاره د سمندر په تل کی د هغه شاوخوا پرتو جیولوجیکي ساختمانونو د قاره يې منشې ثابتول ضروري دي.
    روسیې د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کی له ډنمارک سره چی هغه هم د ملګرو ملتونو ته د خپل شیلف د پراخولو غوښتنلیک سپارلی، د خپل شیلف د پراخولو په هکله خبرې پیل کړې.
    د سیاسي علومو دوکتور الکسې ګوسیف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی دا خبره یاده کړه چی ۸ هیوادونه: روسیه، کاناډا، امریکا، ناروې او ډنمارک چی سمندري پولې لري او آیسلنډ، سویدن او فنلنډ چی په ارکتیک کی سمندري پولې نه لري، د ارکتیک هیوادونه شمیرل کیږي. خو ټول ۸ هیوادونه د ارکتیک د اوبو د حوزې د مالکیت دعوا لري. د نوموړي په نظر، د روسیې او ډنمارک دریځونه، تر ډیره حده امتیاز لرونکي دي.
    الکسې ګوسیف وايي:«ځکه چی د لومونوسوف د غره تیر د روسیې له خاورې نه د شمالي قطب له لارې ګرینلنډ — د ډنمارک خاورې ته، غزیدلی. موږ ډنمارک ته د دې مسالې حل پر دوه اړخیز بنسټ پیشنهادوو. سربیره پردې، غوښتنلیک ورکړی شوی، ډنمارکیانو هم ورته کار کړی. خو تر اوسه هغوی د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د دغه بهیر په چوکاټ کی — د لومونوسوف د غره په تیر د ارکتیک د ویشلو په هکله — مثبت ځواب نه دی ورکړی او پر دې استناد کوي چی هرڅه باید کمیسیون حل کړي. خو دا لویه مساله ده، ځکه چی تر ارکتیک لاندې د طبیعي ثروتنو ډیر لویې زیرمې پرتې دي. یوازې کشف شوې منابع د هایدروکاربني موادو د نړیوالو زیرمو ۲۲ ٪ تشکیلوي. له همدې کبله، مبارزه به، په څرګنده، له ټوکو وتلې وي. یوازې روسیه او ډنمارک د ارکتیک د اوبو د حوزې د مالکیت دعوا نه لري. فکر کوم چی ټولو هیوادونه به خپلې ادعاوې وړاندې کړي. روښانه ده چی په دایره ایستونکي شمالي قطب ویشل کیدای شي، خو غوښتنلیکونه به د اوږدې مودې په ترځ کی وڅیړل شي. دلته، په څرګنده، لوی لوبغاړي مداخله کولۍ شي. باید ووایو چی چین هم په ارکتیک کی د خپلو ګټو په هکله اعلان کړی. له همدې کبله هرڅه دومره روښانه نه دي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی