په ژوندی پڼه خپرونه
    دری علتونه چی د هغو په اساس میرکیل له مسکو نه کتنه کوي

    دری علتونه چی د هغو په اساس میرکیل له مسکو نه کتنه کوي

    © REUTERS/ Tony Gentile
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4020

    د جرمني د Spiegel مجله لیکي، د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکیل نیت درلود مسکو ته وروسته تر هغو راشي، کله چی د اوکراین او سوریې د حل په هکله پرمختګ حاصل شي، خو د هغې دریځ په شدت تغییر موندلی.

    د مجلې د معلوماتو له مخې، میرکیل مسکو ته د مې په۲مه نیټه راځي. په برلین کی یې په کرملین کی کتنه د G20 غونډې ته د تیاری په دلیل مستنده کړې چی په هامبورګ کی د جولای په میاشت کی جوړیږي. په مقاله کی ویل شوي:«په واقعیت کی دا کتنه — د ډیر بد حالت د مخنیوي هڅه ده».
    د ژورنالیستانو د نظریو په اساس، جرمني دیپلوماتان په اوکراین کی اوضاع ډیر خطرناکه ګڼي. په وروستیو میاشتو کی په دنبس کی د چارو وضعه بده شوې ده او په امریکا کی د جمهوري ریاست په ټاکنو کی د دونالد ترامپ بري په نړیوال سیاست کی ټولې نقشې ګډې وډې کړې دي.
    د ترامپ تر ټاکل کیدو وروسته په برلین کی وویریدل چی هغه به له پوتین سره د اوکراین په هکله د اروپایانو «په غیاب کی» او د میرکیل «ترشا» موافقې ته ورسیږي.
    د Spiegel مجله لیکي:«ولې هرڅه برعکس ثابت شول. واشنګټن د مسکو په اړوند دومره له احتیاطه ډکه تګ لاره غوره کړه چی اصلاً کار کول سختیږي. د امریکا او روسیې ترمنځ غیرفعال نژدې کیدل نه، بلکی کامله چوپتیا، ستونزه وګرزیده».
    د مقالې لیکونکۍ باور لري، میرکیل موجوده وضعه ډیره جدي ګڼي. دری اونۍ دمخه د جرمني صدراعظمه واشنګټن ته تللې وه، ترڅو «امریکایان لوبې ته راوګرزوي»، خو اوس د روسیې فدراسیون ته راځي.
    د روسیې د علومو د اکاډمۍ د نړیوال اقتصاد او بین المللی اړیکو د انستیتوت د اروپايي څیړنو د مرکز د مشر علمي همکار او سیاست پوه ولادیمیر اولینیکوف په نظر، انګیلا میرکیل به مسکو ته د خپل راتګ په صورت کی څو هدفونه تعقیب کړي.
    ولادیمیر اولینیکوف د Sputnik رادیو سره په مرکه کی وویل:«د صدراعظمې په کتنه کی له واره دری جزه شامل دي. لومړی — په خاصه توګه د روسیې — جرمني اړیکې. دوهم — انګیلا میرکیل ته په دې پوهیدل مهم دي چی روسیه د G20 غونډې ته چی د جولای په میاشت کی په هامبورګ کی جوړیږي، له څه شي سره راځي. هغې ته ډیره لوړه توجه موجوده ده، ځکه چی له اټکل سره سم، د امریکا او د روسیې د جمهورو رییسانو لومړی کتنه به په مشخصه توګه د G20 په چوکاټ کی صورت ومومي. دریم جز مستقیماً پخپله میرکیل اړه لري. همدا اوس معلومه ده چی هغه به د سپتمبر په میاشت کی د جرمني د صدراعظم د ټاکلو په نوبتي ټاکنو کی برخه واخلي. او د هغې لپاره بهرنۍ سیاسي فعال والی، خاصتاً په حادو لورو کی چی روسیه په هغوی مربوطه ده، مهم دی».
    سیاست پوه باور لري چی مسکو ته د میرکیل د راتګ ډیره مهمه برخه — په سیاسي حاشیه کی د نه واقع کیدو هیله ده.
    ولادیمیر اولینیکوف وايي:« صدراعظمه ویریږي چی د روسیې او امریکا ترمنځ دیالوګ په داسې ډول صورت موندلی شي چی په هغو کی به د ټولو نورو د حضور اړتیا وجود ونه لري. او زیاتې مهمې بین المللی مسالې او نه یوازې دا به د هغوی تر شا حلیږي».
    سیاست پوه زیاته کړه چی مسکو د روسیې او جرمني ترمنځ په اړیکو کی د مثبتو پرمختګونو روحیه لري.
    ولادیمیر اولینیکوف په پای کی وویل:«هیله لرو، ترڅو د جرمني د عالي مقامونو له لوري د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په هکله کلکتیفي وړاندیز راورسیږي. ځکه چی جرمني وړ اقتصادي او سیاسي انډیوال دی. او هغه وضعه چی موږ یې ګورو، د اروپايي امنیت په ضرر تمامیږي او له هغې جملې د روسیې د بهرني سیاست په برخه کی ستونزي ایجادوي».

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی