په ژوندی پڼه خپرونه
    دشمالي کوریا دتوغنديو دتوغولو له کبله جاپان ښايي د لومړي ځل لپاره دپوځ پراختیا پیل کړي

    دشمالي کوریا دتوغنديو دتوغولو له کبله جاپان ښايي د لومړي ځل لپاره دپوځ پراختیا پیل کړي

    © AFP 2017/ Mandel NGAN
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 163 0 0

    جاپاني چارواکي په پام کې لري، دشمالي کوریا دتوغنديز برید په صورت کې خپل ددفاعي ځواکونو ته پراختیا ورکړي.

    د Yomiuri دخبر له مخې، دقانون له مخې، چې په دې وروستيو کې نافذ شوی، دولت اوس حق لري، چې دځان نه ددفاع په موخه په نورو هېوادونو کې هم خپل ځواکونه وکاروي.

    ددغو ګواښونو کچه له دریو اړخونو ارزول شوې ده: دوسله وال ګواښ د حالت وړاندوینه؛ دوسله والو بریدونو دڅرګند ګواښ حالت او دپوځي مخامخ مقابلې حالت.

    که دګواښ لومړی حالت ددفاعي ځواکونو او اړونده دفاعي تاسیساتو دجوړولو غوښتنه کوي نو وروستی یې "وسله وال یرغل سره غبرګون" په ګوته شوی دی.

    دجاپان په اوبو کې دشمالي کوریا دتوغندیو غورځيدل به " دوسله والو بریدونو دڅرګند ګواښ حالت" کې وګڼل شي.

    دا په داسې حال کې چې لا تر اوسه دګواښ ددغو حالتونو نه یو حالت یې هم دعملېکېدو لپاره په پام کې نېول شوی نه دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی