په ژوندی پڼه خپرونه
    دامریکا متحده ایالاتو په سوریې دبرید پر مهال دملکي وګړو دخوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي نه وو

    دامریکا متحده ایالاتو په سوریې دبرید پر مهال دملکي وګړو دخوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي نه وو

    © AFP 2017/ JOHN MACDOUGALL
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9110

    دبشري حقونو Human Rights Watch ټولنه په دې اند ده؛ چې دامریکا وسله وال پوځ په سوریه کې دملکي وګړو دوژنو دمخنيوي لپاره یې اړین تدبيرونه په پام کې نېولي نه وو.

    دغه راپور دمارچ په ۱۶ نېټه پر حلب برید ته چې په پایله کې یې ۳۸ تنه وژل شوي، اشاره کوي. دبشر دحقونو فعالان دې پایلې ته رارسېدلي، چې دامریکا متحده ایالاتو دبريد لاندې دجومات هغه ودانۍ راغلې، چې لمونځ په کې پېلېده. سر بیره پر دي په همدې شېبه کې هلته ديني لکچر اورېدل کېده.

    دیادې ټولنې په اند:"دموخې او دهغې دکارولو سمې څېړنې کولای شي، چې لږ تر لږه ځینې شېبې جوته کړي".

    دبشري حقونو فعالانو داسې شواهد موندلي نه دي؛ چې ګواکې دبريد پر مهال په جومات کې د"القاعده" او يا دنورو وسله والو ډلو دغړو غونډه وه.

    دHuman Rights Watch دټولنې استازي اول سولوانګ وویل: "دامریکا چارواکي باید څرګنده کړي، چې دبریدونو مخکې کومه تیروتنه یې کړې چې داسې راپیښ شول او کومې هڅې وکړي، چې بيا تکرار نه شي".

    له دې مخکې دامریکا مرکزي قوماندانۍ (چې منځنی ختیځ یې دمسولیت په سیمه کې شامله ده) دسوریې په حلب ښار کې یې يوه جومات ته څېرمه دبرید خبر منلی وو. پنتاګون په خپل وار بیا ویلي، چې دګوزار موخه جومات سره څنګ کې بل هدف وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی