په ژوندی پڼه خپرونه
    د دفاع د چارو وزیر سوریې ته د بشري مرستو رسونې په تړاو لندن ته دنیوکو غوڅ ځواب ورکړ

    په سوريه کې د کیمیاوي وسلي د حملي شواهد نشته- دروسيي د دفاع وزارت

    © Photo/ The Russian Defense Ministry
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    په سوريه کې د دو «سپينو خوليو» «تور –سپین » کليپ دي پرته له دې نور داسي «شواهد» وجود نه لري چې ثابته کړي په سوریه کې کیمیاوي برید ترسره شوي وي .

    دامطلب دروسی ددفاع وزارت رسمي استازي جنرال ايګور کناشينکوف څرګند کړی دي.« تقريبآ له پيښي څخه دوې اونۍ تیريږي چې ویل کیږي چې ګواکې د سورئي په خان شیخون کې کیمیاوي وسلي کارول شوي دي، دی وائي يوازنی «شاهد» چې پاته دی هغه د دوو«سپینو خوليو» تور سپين کليپ دي- دامطلب کناشينکوف څرګند کړ. دی وائي په ورته وخت کې يو «اتل »- که هغه ژغورونکی و، اوياهم زيانمن شوی ددغه چرغندونکي بهر د امریکا ، برتانيا او اروپا ټلويزوني چينلونو ته حاضر نه شو چې په دې اړه څرګندوني وکړي. مخکې دروسيي د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه اوتور او سپین کلیپونه د يوې سرچېني په توګه چې ګواکې دسورئي په ادلب کې کیمیاوي وسلي کارول شوي بې اعتباره اعلان کړي وه په عين حال کې د سورئي ولسمشر ویلي وه چې د اسې شواهد موجود دي چې «سپیني خولي»- داد «القاعده» غړي دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی