په ژوندی پڼه خپرونه
    په مریخ کې کچالو

    په مریخ کې به هم کچالو وکرل شي

    © Sputnik/ Pavel Lisitsyn
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1501

    د ناسا پوهان وایي په مریخ کې کچالو کرل کېدای شي که څه هم دغې بوټی په ځمکه کې هم په سختو شرایطو کې وده کوي.

    د لاتیني امریکا د پیرو په پلازمېنه لیما کې د ټکنالوژۍ پوهنتون انجینیرانو په یوه «Cube Sat» کې د مریخ په شان شرایط برابر کړل او په هغه کې یې کچالو وکرل.
    څېړونکو د مریخ د شپې او ورځې شرایط، د تودوښې درجه، د هوا فشار او د دې سیارې د اتومسفیر ترکیبونه په دغه «Cube Sat »کې چمتو کړل او د کچالو پر وده د دغو عواملو د څېړلو لپاره یې سینسرونه ورته کېښودل.
    د دغو څېړنو تر ټولو مهم هدف دا وو چې د مریخ په خاوره کې د کرنیزو محصولاتو د کښت امکانات معلوم شي.
    د څېړونکو په باور، که د مریخ په شان په برابر شویو شرایطو کې بوټي وده وکړي، په مریخ کې هم وده کولی شي.
    کچالو په ښوره او خرابه خاوره کې وده کوي او پخوا هم ویل شوي و چې حتي د مریخ د هوا په شرایطو کې وده کولی شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی