په ژوندی پڼه خپرونه
    په یمن کې دسعودي عربستان پوځي چورلکه غورځېدلې، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي

    په یمن کې دسعودي عربستان پوځي چورلکه غورځېدلې، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي

    © Sputnik/ Evgeny Biyatov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 24921

    دیمن وسله وال ځواکونه دسې شنبې په ورځ توانېدلي دي، دسعودي عربستان دټلوالې اړونده چورلکه راوغورځوي.

    دیمن «خبر» آژانس ته ددې هیواد یوې پوځي سرچینې خبر ورکړی، دغه چورلکه چې پوځیان هم په کې ناست وو، د توغندي پرمټ ویشتل شوې ده.

    په دې هکله دخبر له مخې ویل کېږي؛ چې دغه چورلکه دیمن په ختیځ کې د مارب په ولایت کې ویشتل شوې او د سعودي عربستان د «تداوین» آدې سره نژدې ولویده.

    دسرچینې، چې نوم یې اخیستل شوی نه دی، دخبر له مخې ویل کېږي، چې په دغې چورلکه کې دفارس دخلیج دهیوادونو ۱۳ پوځیان ناست وو.

    ویل کېږي، چې دپېښې په سیمه کې دوه چورلکې الوتنه کوي او دپېښې سیمې ته دورنېژدې کېدو مخنیوي کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی