په ژوندی پڼه خپرونه
    نړۍ

    بهرنی پوځي حضور د شانګهای د همکاری له سازمان سره د افغانستان د یوځای کیدو خنډ ګرزي

    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1901

    د شانګهای د همکاری له سازمان سره په نژدې لرلید کی په افغانستان کی دننه اوضاع او د دغه دولت په خاوره کی د بهرنیو وسله والو ځواکونو حضور د دغه هیواد د یوځای کیدو خنډ ګرزي. دا ټکۍ د سه شنبې په ورځ د شانګهای د همکاری د سازمان په چارو کی د روسیې د فدراسیون د جمهور رییس خاص استازي بختیار حکیموف څرګند کړ.

    نوموړي د «کمیرسانت» له ورځپاڼې سره په مرکه کی وویل:« افغانستان چی په ۲۰۱۵ کال کی یې د شانګهای د همکاری په سازمان د غړیتوب د ترلاسه کولو غوښتنلیک ورکړی، هم په دغه سازمان کی د غړیتوب غوښتونکی دی. د هغه څیړنه به منطقي وه، خو نن، د غړیتوب لپاره د اټکل شوو معیارونو، په دغه هیواد کی د داخلي اوضاع او ترټولو دمخه د بهرني پوځي حضور، په پام کی نیولو سره، دا ډول امکان، لږ تر لږه په نژدې لرلید کی، له شک سره مخامخ کوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی