په ژوندی پڼه خپرونه
    سټنفورد دجنسي تاوتریخوالي دکنفرانس داعلانونو لپاره دټرمپ دانځور پر کارونه بندیز لګولی دی

    سټنفورد دجنسي تاوتریخوالي دکنفرانس داعلانونو لپاره دټرمپ دانځور پر کارونه بندیز لګولی دی

    © AP Photo/ Evan Vucci
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 147 0 0

    دسټنفورد دپوهنتون استاده میشل دیبیر ونه توانېده، دجنسي تاوتریخوالي دکنفرانس دپرمختګ په موخه په اعلانونو کې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دانځور دکارولو اجازه تر لاسه کړي.

    د AFP رسنۍ دهغې له قوله کاږي:«زه فکر کوم، چې ستینفورد هغه پوهنتون دی، چې دجنسي تاوتریخوالي په برخه کې یې هرو مرو تیروتنې کړې دي. او دا یې یوه بله بېلګه ده، چې دستینفورد کارونه ډیر دي».

    د میشل دیبیر چې ۱۶ کاله دروزنې او ښوونې په برخه کې کار کوي، په اند؛ دغه پریکړه پر رسنیو دبندیز لګولو هڅه ده.

    دنوموړې په وینا؛«ستونزمنې او دننګونو ډکو مسالو په هکله بحثونه دا هغه څه دي، چې مونږ یې باید په پوهنتونونو کې تر سره کړو. دا دعلمي ازادۍ او دلومړې مادې سره مناسب ټکې دی».

    ددې ترڅنګ استادې وویل؛ چې دمای دمیاشتې کنفرانس لپاره تبلیغاتي مواد لا دمخه چاپ شوي او خپاره به شي.

    له دې مخکې The Washington Post یوه ویډیو خپره کړې؛ چې په ۲۰۰۵ ز- ل کال کې ملیاردر ډونالډ ترمپ ویلي وو، چې کولای شي دښځو سره هر څه چې وغواړي، وکړي. دټاکنو پرمهال دامریکا ولسمشرۍ ته نوماند دویډیو له لارې ښځو ته دسپکاوي له کبله بښنه وغوښته. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی