په ژوندی پڼه خپرونه
    شمالي کوریا ویډیو چې په کې پر امریکا دتوغندي برید تمثیل شوی، وښوده – (ویډیو)

    شمالي کوریا ویډیو چې په کې پر امریکا دتوغندي برید تمثیل شوی، وښوده (ویډیو)

    © AFP 2017/ Ed Jones
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26812

    په شمالي کوریا کې ویډیو چې په کې پر امریکا دتوغندي برید تمثیل شوی، ښودل شوې ده. په دې هکله خبر د Yonhap خبري آژانس ورکړی دی.

    په ویډیو کې دشمالي کوریا داوسني ولسمشر دنیکه د کیم ایر سین دزېږیدو ۱۰۵ کلیزې په ویاړ دپرتمینو مراسمو پرمهال دبالسیټیکي توغندي دتوغولو بهیر نندارې ته وړاندې شوی دی.

    په دغه ویډیو فلم کې ښکاري؛ چې یو توغندی څنګه دسمندر نه تیریږي او دامریکا ښار ولي. ورپسې بیا لیدل کېږي، چې په یوې هدیره کې دامریکا بیرغ د اور په لمبو کې سوځي.

    په کنسرت کې دشمالي کوریا دتوغندي دآزموینې په هکله دستاینې خبرې وشوې. په دې هکله دمتن له مخې ویل کېږي؛ د Taepodong توغندي «دتندر په شان او چمتو دي، چې دامریکا امپریالیزم وګواښي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی