په ژوندی پڼه خپرونه
    دمدویدوف په اند؛ په ادلیب کې دکیمیاوي وسلو کارونه مخکې له مخکې پلان شوې دسیسه وه

    دمدویدوف په اند؛ په ادلیب کې دکیمیاوي وسلو کارونه مخکې له مخکې پلان شوې دسیسه وه

    © Sputnik/ Mikhail Klimentjev
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 68 0 0

    دمدویدوف په ادلیب کې دکیمیاوي وسلو کارونه مخکې له مخکې دیوې پلان شوې دسیسې په نوم، چې دامریکا ادارې ته یې هم ګټه ورسېده، یاده کړه.

    په همدې ډول مدویدوف وویل؛ چې دا دستونزې دحل په چارو کې هم مرسته نه کوي.

    مدویدوف په دولتي دوما کې د وینا پر مهال وویل:«دامریکا له خوا دپوځي برید په شمول ټول هغه څه چې په وروستیو کې په سوریې کې پېښ شول دحالاتو په رغېدو کې مرسته کولای نه شي. دادلیب په ولایت کې څه پېښ شول؟ په بشپړه توګه روښانه ده، چې دا یوه ډیره ښه پلان شوې دسیسه وه، چې دامریکا ادارې ته یې هم خپله ګټه راوړه. په ریښتیا سره څه پېښ شول، هلته څه وو، ایا هلته دکیمیاوي وسلو زیرمې موجودې وې او که دا هسې یوه ننداره وه؟ دا به یوه با صلاحیته کمیټه وځېړي. زمونږ دنده دا ده، چې ټولې هغه چارې تر سره کړو چې دغه کمېټه په دې تړاو څېړنې تر سره کړې».

    دروسیې لومړي وزیر دیمیتري مدویدوف په ادلیب کې دکیمیاوي وسلو کارونه مخکې له مخکې دیوې پلان شوې دسیسې په نوم ، چې دامریکا ادارې ته یې هم ګټه ورسېده، یاده کړه. په همدې ډول نوموړي وویل؛ چې دا دستونزې دحل په چارو کې هم مرسته نه کوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی